د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشر قاضي افتخار محمد چودري ریټایرېږي


مشر قاضي افتخار محمد چودري
مشر قاضي افتخار محمد چودري

د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چودری په ۲۰۰۸ کال د ولسمشر پرويز مشرف په لری کولو کې مرسته کړې وه.

د پاکستان سپريم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري نن د شورو پر ورځ له خپلې دندې ريټايرېږي. چې له ۲۰۰۵م کال راهیسې پر دغه څوکۍ پاتې شوی دی.


د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چودری په ۲۰۰۸ کال د ولسمشر پرويز مشرف په لری کولو کې مرسته کړې وه. هغه په پاکستان کې د بشري حقونو ملاتړی او د عدلیې بااختياره کولو لپاره نوم لري. خو پر نوموړي دا تورونه هم دي چې ځينې يو اړه خيزه فيصلې یې هم کړی وې، چې د سترو ججانو لپاره د منلو وړ نه وې.

افتخار چودري په ۲۰۰۵ کال کې مشرف د چيف جسټس په څوکې ګمارلي وو، درې کاله وروسته د پوځي جرنيل پرضد لاريون کړی وو. د دې په نتيجه کې مشرف له خپلې څوکې څخه استفعي ورکړې وه. د ده په مشري کې سپريم کورټ په ۲۰۱۲ کال کې د هغه وخت وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني له خپلي څوکې لرې کړی و.

په جينوا کې ميشته د ججانو نړيوال کميشن په خپل يو رپورټ کې ويلي چې افتخار چوهدري په مشري کې سپريم کورټ د خلکو اعتماد ترلاسه کړی وو چې د حکومت احتساب وکړي، خو ځييني فيصله يې سياسي او يو اړه خيزه وي. افتخار چودري پرځای به سبا د زيارت په ورځ تصدق حسين جيلانی د چيف جسټس دنده سمبالوي.

د چيف جسټس افتخار محمد چودري د خپلې دندې پر مهال ګڼې مهمو مقدمو اورېدنې او پرېکړې کړې لکه د تریتم کړو کسانو کېس، سټيل ملز نجکاري، اين آر او نفاذ، او د پي سي او اندې په ٢٠٠٧ م کال د ججانو معزولې په اړه مقدمې شاملې دي.

د دې ترڅنګ چيف جسټس په سرکاري کچه، د درغلوی او بې قاعدګيانو خپلمخې ګروږنې (ازخود نوټس) هم اخيستې دي او د نافرمانې په جرم کې پخوانې وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني نااهله ګرځولی وو.

چيف جسټس افتخار محمد چودري مجموعي کارکردګې پحقله قانوني چارو کار پوه اعجاز هوتي وايي، چې نوموړی به د پاکستان په تاريخ کې د یوه طاقتوره چيف جسټس په توګه يادېږي.

دی زياتوي په مجموعي توګه چيف جسټس خپله دنده په صحيح توګه ورسوله خو د ده په دور کې ځینو مقدمو ډير وخت واخيستو .

''تر تولو غټه خبره دا ده چې په موجوده حالاتو کې موږ دا يقين کولای شو چې دوی د جهموريت لپاره لاره هواره کړه او د مارشل لا مخې ته يې ديوال ودرولو. نو زما په خيال چيف جسټس يو داسې بنياد کېښودو چې عدليه به مضبوطه وي او هغه چې کومه لاره وښودله نو پر هغې به تګ اوس دومره ګران نه وي''

نوموړی په ١٩٤٨ کال د بلوچستان مرکز کوټې زېږېدلی وو او هلته له ابتدايي ذدکړو پس يې د قانون زدکړې د سیند په حيدر اباد ښار کې ترسره کړې.

افتخار محمد چودري د وکالت دنده په ١٩٧٤ کال له کوټې پېل کړه او په ضلعي عدالت کې يې د وکيل په توګه کار شروع کړو.

په ١٩٨٩ م کال د بلوچستان ايډووکيټ جنرل او بيا ورته په ١٩٩٠ م کال د بلوچستان های کورټ قاضي یا جج وګمارل شو.

دغه ډول پر ١٩٩٩م کال د بلوچستان های کورټ چيف جسټس مقرر کړل شو او پر ٢٠٠٠ کال د پاکستان سپريم کورټ د جج عهدې ته یې ترقي وشوله.

حکومت د ٢٠٠٥ م کال په ديرشم جون نوموړي د پاکستان چيف جسټس وټاکلو.

نوموړي ته د مړانې او زړورتوب له کبله هارورډ پوهنتون ازادي نومي جایزه ورکړله.

دغه ډول چيف جسټس ته په٢٠٠٧ کال یوې امريکايي ګڼې د نېشل لا جنرل هغه ته د کلني وکیل ،، لاير اف دې اير،، ايوارډ ورکړلو او د برتانيیا د سپريم کورټ مشر ورته د ٢٠١٢ کال د جهاني قاضي جایزه ورکړه.

له دې سره سره په ٢٠١٢ کال د سيند های کورټ بار ايسوسيېشن افتخار محمد چودري ته د ژوندانه تلنۍ کامیابي نومې جایزه (لايف ټايم اچيومنټ ايوارډ) پېرزو کړ.
XS
SM
MD
LG