د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۰۷ کال د مې ۱۲مې خونړۍ پېښې اغېزمنو ګوندونو بيا د انصاف غوښتنه وکړه


د ۲۰۰۷ کال د مې پر ۱۲مه د مظاهرو او نښتو په مهال ګاډو اور اخیستی.
د ۲۰۰۷ کال د مې پر ۱۲مه د مظاهرو او نښتو په مهال ګاډو اور اخیستی.

په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه د هغه تاوتریخوالي او نښتو ۱۵ کاله پوره شول چې د بېلابېلو سياسي ګوندونو خوا او شا ۵۰ غړي پکې وژل شوي ول.

د هغه مهال چيف جسټس افتخار محمد چودري د بحالۍ لپاره تر مظاهرو وروسته د تاوتریخوالي او نښتو په اړه ځينې سياسي ګوندونه او وکيلان وايي چې لا هم د پېښې قربانيانو ته انصاف نه دی رسېدلی.

پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف چودري له دندې ګوښه کړی وو چې پرضد یې وکیلانو او د حکومت مخالفه ګوندونو احتجاجي تحریک پیل کړ.

د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاه سيد د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د هغې پېښې ذمه وار پخوانی ولسمشر جنرل پروېز مشرف او د هغه وخت حکومت دی. "خلکو د عدلیې د ازادۍ لپاره د هغه وخت د چيف جسټس د بحالېدو لپاره قرباني ورکړې خو چې کله همهغه چيف جسټس (افتخار محمد چودري) بحال شو نو دغه خلکو ته یې انصاف ور نه کړ."

په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د محمد افتخار چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي ول. د مظاهره چيانو د خپرولو لپاره د جنرل پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.

د هغو ګوندونو سیاستوال تور پورې کوي چې د هغه مهال په حکومت کې شامل ګوند متحده قامي موومنټ (اېم کيو اېم) غړو د پولیسو په ملاتړ ډزې کړې وې. په هغه تاوتریخوالي او نښتو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۳۰ زخميان شوي ول. وروسته پولیسو د سلګونو خلکو پرضد له ۶۰ زیاتې مقدمې درج کړې وي.

د هغه مهال د سیند صوبې د کورنيو چارو وزیر او متحده قامي موومنټ مخکښ سیاستوال وسیم اختر هم په دې مقدمو کې تورن شوی وو خو نوموړی او اکثره نور تورن کسان په ضمانتونو خوشې شول.

د تاوتریخوالي د هغو پېښو په اړه ۲۰ مقدمې په عدالتونو کې دي.

د وژل شويو کسانو وکيل مقصود احمد اېډوکېټ د مې پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې يوه مقدمه په ترهګرۍ ضد عدالت کې روانه ده خو ګواهان پکې نه وړاندې کېږي نو ځکه د استغاثې ذمه واري جوړېږي چې د دې مقدمې ټول اړخونه پوره کړي او ژرترژره قربانیانو ته انصاف ورکړي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په دې نښتو کې یې ګڼ غړي وژل شوي ول، د مې ۱۲مه توره ورځ او هغه پېښه د ریاست له خوا پر "ولسي وګړو جبر" بولي.

د دې ګوند دسيند صوبې مشر نظير جان يوسفزي د مې پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل، "دغه پېښې د رياست له خوا په ولس د جبر او ظلم يو تاريخ پرېښود. دا خبره په ډاګه ده چې له پروېز مشرف سره اېم کيو اېم هم په دې کې تورن او ککړ دی خو افسوس چې نن هم هغه ککړ کسان په کراچۍ کې ازاد ګرځي او څوک ترې تپوس نه شي کولی."

متحده قامي مومنټ په بېلابېلو وختونو کې د ۲۰۰۷ کال د مې پر ۱۲مه پر خلکو د ډزو تور رد کړی خو مشر یې، خالد مقبول، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر اتمه په کوټه کې د وکيلانو یوې غونډې ته د وينا په وخت بخښنه غوښتې وه او ویلي یې ول چې د هغه ورځې پېښې د دوی ګوند ته هم زیان اړولی دی.

په ۲۰۰۷ز کال کې د چيف جسټس محمد افتخار چودري د بحالۍ لپاره وکيلانو تحريک پيل کړی وو چې سیاسي ګوندونه هم ورسره ملګري شول. هغوی هم هر کال د مې ۱۲مه د تورې ورځې په توګه لمانځي، د مظاهرو له لارې د امريت په خلاف شعارونه ورکوي او د پېښې قربانيانو ته انصاف غواړي.

XS
SM
MD
LG