د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي شاه محمود قریشي تر خوشې کېدو وروسته بیا ګرفتار شوی دی


شاه محمود قریشي د ګرفتارۍ پر مهال خبریالانو ته وویل له ګونده نه بېلېږي - پخوانی انځور.
شاه محمود قریشي د ګرفتارۍ پر مهال خبریالانو ته وویل له ګونده نه بېلېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، د ګوند مخکښ سیاستوال او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي پر ضمانت سربېره بیا نیول شوی.

په همدې کې حال کې د تحریک انصاف دوو مخکښو سیاستوالانو له خپل ګونده د لارو بېلولو اعلان کړی دی.

قریشي د مې پر ۲۳مه شپې مهال د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه تر خوشې کېدو لږ ساعت وروسته بیا ګرفتار شو.

نوموړي پر هغه وخت له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل، د ګوند د پرېښودو هېڅ اراده نه لري.

په همدې حال کې پخواني وزیراعظم عمران خان پر ټوېټر په بیانونو کې تور پورې کړی دی چې د تحریک انصاف مشران او پلویان د ګوند د پرېښودو لپاره تر فشار لاندې دي او پر کورونو یې چاپې روانې دي.

عمران خان د مې پر ۲۳مه په بیان کې لیکلي، "په پاکستان کې مې په زور د ودونو په اړه اورېدلي ول خو د تحریک انصاف لپاره په زور [ورڅخه د سیاستوالانو] د جدا کولو یو نوی کار پیل شوی دی. زه حیران یم چې له دې هېواده د بشري حقونو ادارې چېرې ورکې شوې دي. "

اخوا د تحریک انصاف ګوند یوې مشرې او د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ د سیاست او ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.

نوموړې د مې پر ۲۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د مې د نهمې او ۱۰مې پېښې غندي او نور په هېڅ عملي سیاست کې برخه نه اخلي. "زه د مې پر نهمه او ۱۰مه پر سرکاري ودانیو د حملو غندنه کوم، که پارلېمان وي، که سپریم کورټ یا نورې ودانۍ چې د ریاست نښې وي پر هغو د بریدونو او یا یې د وېجاړولو د پېښو سخته غندنه کوم. بله دا چې له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې نیول کېږم او خوشې کېږم، پر دې مهال زما صحت هم خراب شوی او زما لور ایمان مزارۍ هم له یو سخت وخته تېرېږي، نو ځکه ما فیصله کړې چې زه عملي سیاست پرېږدم او د تحریک انصاف د پرېښودو اعلان کوم."

شیرین مزارۍ د مې پر ۲۳مه وویل چې د تحریک انصاف د پرېښودو تر څنګ سیاست هم پرېږدي - پخوانی انځور.
شیرین مزارۍ د مې پر ۲۳مه وویل چې د تحریک انصاف د پرېښودو تر څنګ سیاست هم پرېږدي - پخوانی انځور.

مزارۍ په خپلو خبرو کې وویل د شخصی وجوهاتو له لامله یې د ګوند د پرېښودو اعلان کړی خو د پنجاب د اطلاعاتي چارو پخواني وزیر فیاض الحسن چوهان د مې پر ۲۳مه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې له عمران خان سره اختلافات یې د تحریک انصاف پرېښودو مهم علت دی.

نوموړي هم وویل چې پر دولتي املاکو حملې غندي او په دې عمل کې "د عمران خان مرسته نه شي کولی" او زیاته یې کړه هغه د یو څو کسانو خبره اوري او د ده په شمول د ګوند د زیاتره سیاستوالانو خبرو ته ارزښت نه ورکوي.

د تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالان تر هغې وروسته له ګونده بېل شوي دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.

پوليسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د پاکستان حکومت د مې نهمې ته د "تورې ورځې" نوم ورکړی دی او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کېږي.

عمران خان وايي، پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې پر پوځي ودانیو او څلو د بریدونو په تور پر ککړو کسانو د پوځي قانون له مخې مقدمې دایروي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او په دې لړ کې د مې پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ یوه قرارداد هم منظور کړ.

د عمران خان دریځ

د تحریک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۲۰مه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې د مې نهمې پېښې د خپل ګوند پرضد "یو منظم سازش" وبللې او دعوه یې وکړه چې اوسمهال پر "عدلیې فشار دی چې تحریک انصاف ته اسانتیا ور نه کړي."

ده د چا نوم وانخیست او زیاته یې کړه چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یې د ګوند ۲۵ بې وسلې پلویان وژل شوي دي.

نوموړي د خپلو دعوو د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

عمران خان زیاته کړه چې په سپریم کورټ کې یې مشر قاضي ته په سپینه ویلي ول چې په سختو ټکو کې د مې نهمې پېښې غندي.

د عمران خان خان پرضد قضیه او عدالتي اقدامات

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته د القادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.

په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG