د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ دعوه کوي په چترال کې یې ۷ وسلوال وژلي دي


په چترال کې یوشمېر امنیتي سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په چترال کې یوشمېر امنیتي سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د خیبر پښتونخوا په چترال کې یې له تحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) سره په نښتو کې د هغې ډلې اووه نور غړي وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د سيپتمبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په ارسون نومي ځای کې یې يوه ورځ مخکې په عملياتو کې شپږ وسلوال سخت ټپيان کړي هم وو. خو تحريک طالبان پاکستان له دې خبرپاڼې څو ساعته مخکې خپاره کړي بیان کې دعوه کړې وه چې په ارسون کې یې د پاکستاني پوځ مرکز په میزايلو ویشتلی دی.

د ټي ټي پي د ادعا تر مخه په بريد کې یې د پاکستاني پوځ هغه نظامي ګاډي له مینځه وړي چې سرتېرو پکې وسله او خوراکي مواد وړل. ټي پي د دې تر څنګ ادعا کوي چې د پوځ درې پوستې یې هم نيولې دي.

خو د کورنيوو چارو لڼدمهالي وزير سرفراز بګټي د سيپتمبر پر ۱۰ مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په خبرو کې دعوه وکړه چې امنيتي ځواکونو وسلوال سخت ځپلي دي.

هغه وویل ''موږ به د خپلې خاورې له هر اينچ ځمکې دفاع کوو. سمه ده چې وسلوالو ترهګرو حمله کړې ده خو موږ ځواب ورکړی دی. موږ خپله خاوره ساتلې ده. موږ د ټوپک په زور د هيچا خبرې نه منو او هېچا ته د ټوپک په زور خپله يو اينچ خاوره هم نه پرېږدو.''

وسلوالو د سيپتمبر پر شپږمه په چترال کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو حملې پيل کړې وي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سېپټېمبر پر اوومه تر نښتو یوه ورځ وروسته په بیان کې دعوه وکړه چې ۱۲ امنیتي سرتېري یې وژلي دي او ۹۰ یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر شپږمه وویل چې چې په چترال کې له ناقانونه ټي ټي پي سره په نښته کې څلور سرتېري او ۱۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د چترال انتظامي مشر محمد علي د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ټي ټي پي دعوه رد کړه او وايي، هغې وسلوالې ډلې هېڅ امنیتي سرتېری نه دی نیولی.

په همدې حال کې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د سيپتمبر پر ۱۰ مه وويل چې په اسلام اباد کې یې د طالبانو د حکومت سفارت ناظم الامور ورغوښتی او هغه ته یې احتجاج کړی چې چترال ته وسلوال له کونړ او نورستان وراوښتي دي. خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

ټي ټي پي هم ويلي چې له ډېر وخت راهیسې په چترال کې شتون لري او د روانو حملو لپاره یې د افغانستان خاورې استعمالولو ته ضرورت نشته.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د دعوو تصدیق نه شي کولای.

کالاش د پېښور شمال ته په چترال کې په درو کلیو مشتمله سيمه ده چې د افغانستان له نورستان ولایت سره پوله لري او زياتره اوسېدونکي يې د کالاشۍ عقيدې یا دین منونکي دي.

د هغې سیمې اوسېدونکي د عقیدې تر څنګ د رنګ، لباس، خوراک او خوی بوی له پلوه هم د پاکستان د نورو سیمو له اوسېدونکو سره ښکاره توپیر لري.

د کالاش درې په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG