د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند د ارباب غلام کاسي د وژنې پر ضد ټول بلوچستان کې احتجاجونه کوي


ارباب غلام کاسی په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند د وکیلانو سازمان مشر وو - پخوانی انځور.
ارباب غلام کاسی په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند د وکیلانو سازمان مشر وو - پخوانی انځور.

عوامي نیشنل ګوند د سيپتمبر پر ۲۲مه په ټول بلوچستان کې د خپل ځايي مشر ارباب غلام کاسي د وژنې په غبرګون کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

د ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د سېپټېمبر پر ۲۰مه په کوټه کې وویل چې حکومت باید مرموزې وژنې په شخصي دښمنیو تېرې نه کړي او د امن لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. "موږ د بلوچستان په ټولو ضلعو کې خپلو دفترونو ته خبر ورکړی دی چې د تشدد د روانې لړۍ پرضد به راوځو. د کاسي صاحب د مرګ عدالتي پلټنې غواړو. دا هدفي وژنې باید په شخصي دښمنۍ یا ناروغۍ پورې و نه تړل شي. موږ له ټولو سیاسي ګوندونو غوښتنه کوو چې په دې احتجاج کې دې زموږ ملګري شي."

په بلوچستان کې یوشمېر ملتپاله ګوندونو او د وکیلانو اتحادیو هم د سېپټېمبر پر ۲۲مه د کاسي د وژنې پرضد د عوامي نیشنل ګوند د احتجاج ملاتړ اعلان کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۱۹مه د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې کچلاغ (کچلاک) پولیسو د کاسي د مړي موندلو خبر ورکړ.

پولیس وايي چې هغه یو ډز په سر ویشتل شوی او له مړي سره یې نېږدې یوه تفنګچه (تمانچه) هم موندل شوې ده. پولیس وايي، تر اوسه د کاسي د وژنې څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.

خو د کوټې ډاکترانو چې د کاسي د مړي طبي معاینه یې کړې وه ویلي دي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه وژل شوی دی.

کاسی چې په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند د وکیلانو سازمان مشر هم وو، تر اوسه یې د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د کاسي مړی د سېپټېمبر پر ۲۰مه په کچلاغ کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د عوامي نیشنل ګوند مشران د کاسي مړي ته ولاړ دي - د سېپتېمبر ۱۹مې انځور.
د عوامي نیشنل ګوند مشران د کاسي مړي ته ولاړ دي - د سېپتېمبر ۱۹مې انځور.

عوامي نیشنل ګوند د نوموړي د مړي تر موندل کېدو یوه ورځ وروسته په کوټه کې ګڼګوندیزه غونډه وربللې وه او په پای کې یې د کاسي د وژنې د عدالتي پلټنو غوښتنه وکړه.

په غونډه او فاتحه کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مينګل)، بلوچستان عوامي پارټۍ، جماعت اسلامي، جمعيت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځينو مشرانو ګډون وکړ.

د بلوچستان ګورنر عبدالولي کاکړ پر اېکس، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، په بیان کې د ارباب غلام کاسي پر وژنه خفګان ښوولی دی. هغه زیاته کړې چې د سياسي شعور پيدا کولو لپاره به د کاسي خدمات تر ډېره وخته پورې ياد ساتل کېږي.

بلخوا د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د کاسي وژنه غندلې او دا یې د ترهګرۍ د لړۍ يوه کړۍ بللې ده. نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۹مه په يو بیان کې ويلي چې د کاسي د وژنې دې شفافې پلټنې وشي.

پولیسو ويلي چې هراړخیزې پلټنې یې پيل کړې او کوښښ کوي چې د کاسي په وژنه کې ککړ کسان ژر ونیسي.

په وروستيو کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې پر سياستوالانو بریدونه زیات شوي دي. د سېپټېمبر پر ۱۴مه، د بلوچستان په مستونګ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) يو مشر حافظ حمدالله په يو برید کې زخمي شوی وو. په هغه حمله کې د نوموړي تر څنګ ۱۰ نور کسان هم ژوبل شوي وو. اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغه برید ذمه واري منلې وه.

د دې تر څنګ د جولای پر ۳۰مه، په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوې جلسې شوي ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۰۰ زخميان شوي ول. د هغې حملې ذمه واري هم داعش ډلې منلې وه. تر دې مخکې د جولای پر اتمه، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د ملي جمهوري غورځنګ يو ځايي سياستوال او د ښوونځي استاد عتیق الرحمان وژل شوی وو. خو پر هغه د برید ذمه واري چا نه وه منلې.

خلکو له یوې مودې راهيسې د بريدونو پر زیاتېدو اندېښنې ښوولې دي. ولسي خلکو، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته دې امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG