د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي وايي، پوځ دې د اقتصاد په ځای امنیت پیاوړی کړی


 اېمل ولي خان وايي چې پوځ دي خپل اصلي دنده پر مخ یوسي کومه چې د ملک د امنیت ساتل دي: د ارشیف انځور
اېمل ولي خان وايي چې پوځ دي خپل اصلي دنده پر مخ یوسي کومه چې د ملک د امنیت ساتل دي: د ارشیف انځور

عوامي نېشنل ګوند د پاکستان د پوځ د مشر لخوا د صنعتکارانو سره په ملاقاتونو نیوکې کړې دي او د یاد ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان ویلي دي چې د اقتصاد رغول د پوځ کار نه دی.

اېمل ولي خان دا خبره د ملاکنډ په درګۍ کي د سېپټېمبر په اتمه نېټه د خپل ګوند د کارکنانو یوې غونډې ته په وینا کي کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د پوځ مشر په دې وروستیو کې د اقتصاد د رغولو لپاره خپلې هلې ځلې تندې کړې دي او د صنعتکارانو سره یې ملاقاتونه هم کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر په پېښور کې د قبایلي مشرانو سره د لیدو پر مهال: انځور له ارشیفه
د پاکستان د پوځ مشر په پېښور کې د قبایلي مشرانو سره د لیدو پر مهال: انځور له ارشیفه

خو اېمل ولي خان وايي چې پوځ دي خپل اصلي دنده پر مخ یوسي کومه چې د ملک د امنیت ساتل دي: "د پوځ مشر لګیا دی اقتصاد سنبالوي، له بهره د پاکستان لپاره قرضې راوړي، دا هم ښه خبره ده خو د پوځ خپل اصل کار دفاع کول دي."

اېمل ولي خان دا خبره له هغې وروسته کړې ده چې د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په دې وروستیو کي د هېواد د اقتصاد د رغولو په هدف په کراچۍ او لاهور کي د صنعتکارانو او کاروباریانو سره ملاقاتونه کړي وو. همدا رنګه پاکستان ته د سرمایه کارۍ د جلبولو لپاره د پانګونې ځانګړو اسانتیاوو مرکز یا Special investment facilitation Centre په نوم یوه نوې اداره هم جوړه شوې ده چې د نګرانې کابینې د غړو پشمول یې د پوځ مشر ته هم غړیتوب ورکړل شوی دی.

د اېمل ولي خان اعتراض په خپل ځای خو بل پلو، سوداګر او صنعتکاران د اقتصاد د رغولو لپاره د پوځ د مشر له کرداره مطمین معلومېږي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې پخوانی مشر زاهدالله شینواری د پاکستان لپاره د ماسکو له سفیر سره ګوري: انځور فبروري ۱۹، کال ۲۰۱۸
د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې پخوانی مشر زاهدالله شینواری د پاکستان لپاره د ماسکو له سفیر سره ګوري: انځور فبروري ۱۹، کال ۲۰۱۸

په پېښور کي صنعتکار او د چېمبر اف کامرس پخواني مشر زاهد الله شنواري مشال رېډیو ته اوویل هغوی ځکه د اقتصاد د ښه کولو لپاره د پوځ په کردار لوبولو اطمینان لري چې پوځ به مقامي صنعتکارانو او بهرنيو پانګوالو ته امنیت یقیني کړي:

"په مرکز کي یو سپېشل انوېسټمنټ فېسیلیټېشن سنټر جوړ شوی چې وزیراعظم یې مشري کوي خو د پوځ مشر یې هم غړی دی. خبره دا ده چې زموږ اقتصاد ډېر زیات خراب شوی دی او د اقتصاد د ښه کولو لپاره به اوس ټول وسایل په کار راوستل وي او په دې کي د پوځ عمل دخل ځکه ضروري دی چې زموږ لویه مسله ده امنیت ده او بغېر له امنیت نه زموږ اقتصاد نه رغېږي. نو په دې وجه زه وایم چې په دې کې د پوځ د مشر عملي کردار پکار دی او نور باقي کار د ولسي حکومت دی."

یاده دې وي چې د سېپټېمبر په اوومه نېټه د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ کې د پوځ د لوړپوړو قوماندانانو په غونډه کي هم د هېواد د اقتصاد د رغولو په اړه خبرې شوې وي او په دغه ورځ د کورکمانډرانو د غونډې په باره کي د ای اېس پي ار په خبرپاڼه کي لیکل شوي ول، په یاده غونډه کي فېصله شوي ده چې پوځ به د هېواد اقتصاد ته زیان رسوونکو هلو ځلو د مخنیوي لپاره له حکومت سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG