د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د ارباب غلام کاسي د وژنې عدالتي پلټنې غوښتې دي


ارباب غلام کاسي د ويڼا په وخت - انځور له ارشيفه
ارباب غلام کاسي د ويڼا په وخت - انځور له ارشيفه

د بلوچستان په کچلاک کې د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر، ارباب غلام کاسي ایډوکېټ تر وژل کېدو وروسته، په ګڼ ګوندیزې غونډې کې د عدالتي پلټنو غوښتنه شوې ده.

عوامي نېشنل ګوند د سيپتمبر پر ۲۰مه، د کاسي تر وژل کېدو يوه ورځ وروسته په کوټه کې ګڼ ګونديزه غونډه ورغوښتې وه. دې ګوند ويلي چې دغلته ورغلي د بلوچستان ګورنر او پولیسو مشرانو یې غوښتنه وکړه چې د کاسي د وژنې دې په عدالتي کچه تحقیقات وشي. په غونډه او فاتحه کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل)، بلوچستان عوامي پارټۍ، جماعت اسلامي، جمعيت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځينو مشرانو برخه اخیستې وه.

د سيپتمبر پر ۱۹مه، د کچلاک (کچلاغ) پولیسو مشال راډيو ته په ورکړو معلوماتو کې ويلي وو چې د کاسي مړی یې موندلی. د پولیسو په وينا هغه پر سر، یو ډز ويشتل شوی او نيږدې ورسره يوه تمانچه هم موندل شوې ده. پولیس وايي تر اوسه روښانه نه ده چې د هغه د وژنې تر شا څه دي؟

د بلوچستان ګورنر عبدالولي کاکړ پر اېکس ټولنیزې پاڼې چې پخوا ټویټر وو، په خپاره کړې بیان کې د ارباب غلام کاسي په وژل کېدو خفګان ښودلی دی. هغه زیاته کړه چې د سياسي شعور پيدا کولو لپاره، به د کاسي خدمات تر ډېره وخته پورې ياد ساتل کېږي.

بلخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د کاسي وژنه غندلې او هغه یې د ترهګرۍ د لړۍ يوه کړۍ بللې ده. نوموړي د سيپتمبر پر ۱۹مه په يو بیان کې ويلي چې د کاسي د وژنې دې شفافې پلټنې وشي. اسفنديار ولي خان زیاته کړې چې داسې پېښې نه شي کولی د هغه ګوند د ترهګرۍ پر ضد له دريځه واړوي.

پولیسو ويلي چې هراړخیزې پلټنې یې پيل کړې او کوښښ کوي چې قاتلين ژر ونیسي. خو عوامي نېشنل ګوند ويلي چې "نور دې د وژنو دا لوبه بنده کړل شي". د خيبر پښتونخوا مشر ايمل ولي خان د سيپتمبر پر ۱۹مه پر فېسبوک ليکلي چې "د کاسي ظالمانه وژنه غندي". هغه زیاته کړې چې دې وژنې د دوی دا اندېښنه ثابته کړي چې وايي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې امنيتي حالات هغسې ښه نه دي څرنګه یې چې حکمرانان ښيي.

تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلی. په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند مشر اصغرخان اڅکزي مشال راډيو سره په خبرو کې پر حکومت غږ کړی چې د سياستوالو وژنې دې ودروي. هغه زیاته کړه چې پولیس دې بې پرې پلتنې وکړي.

ارباب غلام کاسي يو وکیل او د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمیټۍ غړی وو. نوموړی د زده کړو له زمانې د سیاست سره تړلی او په کالج کې د عوامي نېشنل ګوند زده کوونو تنظيم (پښتون سټوډنټس فیډرېشن) غړی وو. هغه د جمهوريت لپاره د هلو ځلو په وخت څو کلونه په زندان کې هم تېر کړي وو. کاسي په دې وروستيوو کې په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند نیشنل لایرز فورم (ملګري وکیلان) صوبايي مشر هم وو.

په دې وروستيوو کې په بلوچستان، خيبر پښتونخوا او پخوانيوو قبايلي سيمو کې پر سياستوالو بریدونه زیات شوي دي. د سيپتمبر پر ۱۴مه، د بلوچستان په مستونګ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) يو مشر حافظ حمدالله په يو برید کې زخمي شوی وو. په دې حمله کې د نوموړي تر څنګ ۱۰ نور کسان هم ژوبل شوي وو. داعش وسله والې ډلې د دې بريد ذمه واري منلې وه.

پر دې سربیره د جولای پر ۳۰مه، په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوې جلسې شوي ځانمرګي برید کې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۰۰ زخميان شوي وو. د دې حملې ذمه واري هم داعش وسله والې ډلې منلې وه. تر دې مخکې د جولای پر اتمه د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د ملي جمهوري غورځنګ يو ځايي سياستوال او د ښوونځي استاد عتیق الرحمن وژل شوی وو. پر هغه د برید ذمه واري تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

له یوې مودې راهيسې د روانو بريدونو پر زیاتېدو خلکو اندېښنې ښوولې دي. ولسي خلکو، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته دې امن پر ځای کړي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG