د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حزب اختلاف د صوبې پر بجټ نيوکې کړې


د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ. پخوانۍ انځور
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ. پخوانۍ انځور

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حزب اختلاف غړیو ویلي چې صوبايي حکومت له مرکزه څخه د خپلې برخې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره قانوني او ایني غوښتنې نه دې پوره کړي.

د مې پر ۲۸مه د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵ بجټ (بودېجه) په اړه د بحث پر مهال د پیپلز ګوند پارلېماني مشر احمد کنډي په خپله وينا کې وویل چې د ۲۰۱۰ز کال څخه وروسته د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) د نه اعلانولو له کبله خیبر پښتونخوا له اربونو روپیو څخه بې برخې ده.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان تحریک انصاف په مرکز او صوبه دواړو کې حکومتونه جوړ کړي ول خو نوی اېن اېف سي ایوارډ یې اعلان نکړ، چې له کبله یې خیبر پښتونخوا ته د ۲۰۰ اربه روپيو تاوان رسېدلی دی.

اېن اېف سي او په دې اړه د خيبر پښتونخوا ستونزه څه ده؟

د پاکستان د ایین له مخې، وفاقي حکومت باید د اېن اېف سي له لارې د هېواد ټولې ګټلې پیسې د وفاق او صوبو ترمینځ ووېشي. داراز، وفاق باید په یوه صوبه کې د پیدا کېدونکي ګیس، تېلو او برېښنا د ګټې پیسې هم هغې صوبې ته وسپاري.

د پاکستان پر کچ له اوبو تر ټولو زیاته برېښنا په خیبر پښتونخوا کې پیدا کېږي چې بیا د برېښنايي چارو د انتظام ملي ادارې (نېپرا) په مرسته په وفاق او نورو صوبو خرڅېږي او همدا لامل دی چې وفاقي حکومت باید د هغې برېښنا خالصه ګټه صوبې ته ورکړي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو په تېرو وختونو کې د پیسو نه ترلاسه کېدل د صوبې د لویو مالي ستونزو لامل په توګه یاد کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور هم تر دې وړاندې د روان کال د مې پر دویمه هم په یو بیان کې ویلي وو چې که وفاق د صوبې پور نه ورکوي نو د ولس په زور به یې ترې واخلي. نوموړي له وفاقي حکومته غوښتي وو چې د صوبې د برېښنا، ګیس او تېلو پیسې دې ورکړي.

صوبايي حکومت وايي چې وفاق یې تر ۱۶۰۰ اربه روپیو زیات پوروړی دی. د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې له وزیراعظم میا شهباز شریف سره تر لیدو وروسته ویلي ول چې هغه ورته د صوبې د پاتې پیسو ورکولو ډاډ ورکړی دی.

خو په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا او وفاق ترمینځ له لسیزو راهیسې اختلافات موجود دي او هغې صوبې په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو طبیعي زېرمو د ګټې پیسې غوښتې دي.

جميعت علما اسلام (ف) پر بوديجه ولې اعتراض لري؟

د راتلونکې مالي کال د بجټ په اړه په بحث کې د برخې اخيستو پر مهال د جمیعت علماء اسلام (ف) پارلېماني مشر لطف الرحمان هم په بجټ نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل له اقتصادي سروې پرته صوبې بجټ وړاندی کړی دی چې د ده په دعوه، له حقیقته څخه ډېر لرې دی.

اپوزيشن پر صوبايي حکومت نيوکې کوي چې تر وفاقي حکومت وړاندې يې بوديجه وړاندې کړه چې دا دود ضد ده.

د صوبايي حکومت غبرګون؟

خو د صوبايي حکومت وزیرانو د بجټ دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې بجټ یې د خپلو خلکو د ښېګړی لپاره وړاندې کړی دی.

صوبايي وزیر فضل حکیم د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دود خو دادی چې لومړی وفاقي حکومت بجټ وړاندی کوي، خو د ده په وینا، خبره د دود نه بلکې د ولس د ګټې ده. نوموړي وویل باید وفاقي حکومت د دوي پرتله بهتر بجټ وړاندی کړي.

د خيبر پښتونخوا په بجټ کې څه دي؟

د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵ بجټ (بودېجه) د مې پر ۲۴مه د خزانې صوبايي وزير افتاب عالم وړاندې کړ.

نوموړي د بجټ وړاندې کولو پر وخت وويل چې دا ۱۰۰ اربه روپیو اضافي بجټ دی. د ده په خبره د صوبې ټول اخراجات ۱۶۵۴ اربه او محصولات يې ۱۷۵۴ اربه روپۍ دي.

د بجټ تر وړاندې کولو وروسته افتاب عالم مشال راډیو ته وویل چې په بجټ کې یې پرمختیايي کارونو ته ۴۱۶ اربه روپۍ ځانګړې کړي دي.

په صوبه کې د کاروبار او تجارت د پرمختګ لپاره په جایداد او ځمکو ټیکسونه کم شوي او د تمباکو په پیداوار ټیکس زیات شوی دی خو د دې بوج پر کروندګرو نه بلکې د تمباکو په تولیدي شرکتونو پرېوځي.

د سرکاري ملازمینو په پنشن او تنخاګانو کې زیاتوالی

په بجټ کې د سرکاري ملازمینو پنشن او تنخاګانې ۱۰ فیصده زیاتې شوې دي. د بجټ په تقریر کې د خزانې صوبايي وزیر د دیر او سوات د موټروې جوړولو لپاره هم په راتلونکي مالي کال کې د کار د پیلولو اعلان وکړ.

د صوبې خپل امدن او وفاقي مرستې

په بجټ کې د صوبې خپل امدن ۹۳ اربه روپۍ ښودل شوی دی او د ټیکسونو په شریکو پیسو، او د بجلۍ، تېلو او ګیس په ګټه کې له وفاقه صوبې ته په راتلونکي مالي کال کې د ۱۲۱۲ اربه روپیو د محصولاتو ترلاسه کولو اندازه ښودل شوې ده.

د حزب اختلاف غړو تحفظات

د حزب اختلاف مشر عباد الله خان له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې بجټ په اړه نیوکې وکړې او ویې ویل چې وفاق لا تر دې دمه صوبو ته د خپلې برخې ورکولو اندازه نه ده ښودلې، ځکه چې وفاقي بجټ د جون په میاشت کې قومي اسمبلۍ ته وړاندې کېږي.

د حزب اختلاف استازي په وړاندې کړي بجټ بېلابېل تحفظات لري او وایي چې کله په دې بحث پیل شي نو دوی به د بجټ په هره نکته خپل تحفظات څرګند کړي.

د بجټ مهمې برخې

د بجټ د دستاویزاتو ترمخه، د ابتدايي تعلیم لپاره څه د پاڅه ۳۲۶ اربه روپۍ

د اعلی تعلیم لپاره څه کم ۳۶ اربه روپۍ

د صحت لپاره ۲۳۲ اربه روپۍ

د امنیت او پولیسو د استعداد زیاتولو لپاره څه د پاسه ۱۴۰ اربه روپۍ

د صنعت او تجارت د پرمختګ لپاره یو نیم اربه روپۍ

د سیلګرۍ د پرمختګ لپاره څه د پاڅه نهه نیم اربه روپۍ

د کرکروندې لپاره څه کم ۲۹ اربه روپۍ

د بجلۍ د تولید او توانایۍ لپاره یو دېرش نیم اربه روپۍ

د څاروو محکمې لپاره څه د پاسه ۱۴ نیم اربه روپۍ

د ځنګلاتو او ونو بوټو لپاره ۱۴ اربه روپۍ

د غنمو د خریدارۍ لپاره څه کم ۲۷ اربه روپۍ

د ټولنیز خیر ښېګړې لپاره اته اربه روپۍ

د پېښور بي ار ټي بسونو د خسارې کمولو لپاره درې اربه روپۍ

د سړکونو د تعمیر او مرمت لپاره شپږ نیم اربه روپۍ

او د طبعي یا نورو افتونو په وخت د بېړنیو مرستو لپاره دوه نیم اربه روپۍ ځانګړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG