د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نګران حکومت له مرکزه بيا خپل پورونه غوښتي


د تربیلا اوبو بند انځور
د تربیلا اوبو بند انځور

د خيبر پښتونخوا نګران حکومت په دې نږدې وروستیو کې د بجلۍ د خالصې ګټې او د قبايلی سيمو د پرمختيايي کارونو په لړ کې پر مرکز د پاتې پیسو ترلاسه کولو لپاره د خزانې وزارت ته نهه ليکونه لېږلې دي.

دا خطونه پرون (د جولاي پر پینځمه) مشال راډیو د صوبې له خزانې محکمې څخه ترلاسه کړي دي چې پکې له مرکزي حکومته غوښتنه شوې چې صوبې ته دې د بجلۍ خالصې ګټي او د قبايلي سيمو د پرمختيايي پروژو لپاره بقایه پیسې ورکړي.

خو د صوبايي حکومت په وينا، مرکزي حکومت لا پیسې نه دې ورکړي. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر میا فیروز جمال کاکاخېل پرون (د جولاي پر پینځمه) مشال راډیو ته وويل چې په دې اړه يې یوه ورځ وړاندې هم د مرکزي حکومت له چارواکو سره غونډه درلوده او ښايي دا خبرې په يوه اوونۍ کې نتيجه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې مرکز يې اربونه روپۍ پوروړی دی خو ښايي دوی ته شاوخوا اته اربه روپۍ زر ورکړي.

د خیبر پښتونخوا او مرکزي حکومت ترمینځ له څو لسيزو راهيسې د بجلۍ د خالصې ګټې پر سر لانجه ده.

تر دې وړاندې د جون میاشتې په شپږمه د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي هم له مرکزه غوښتنه کړې وه چې د خېبر پښتونخوا صوبې د بجلۍ د خالصې ګټې ټولې پاتې پیسې دې ورته ورکړي.

حاجي غلام علي د جون پر شپږمه په پېښور کې خبریالانو ته وويل چې په دې اړه یې د خزانې له وفاقي وزیر اسحاق ډار سره خبرې شوې دي او هغه ورته ډاډ ورکړی چې د خیبر پښتونخوا پخوانی او اوسنی قرض خلاصوي.

هغه و نه ويل چې وفاقي حکومت یې څومره روپۍ پوروړی دی خو په خبره یې چې وفاقي چارواکو ورته ويلي چې تېر حکومت ته یې څه د پاسه ۳۰۰ اربه روپۍ ورکړې دي او د بجلۍ د پیسو په اړه یې د اوبو او برېښنا له ادارې (واپډا) سره خبرې روانې دي. "اسحاق ډار وويل چې د جون تر ۳۰مې به پاتې قرضونه خلاصوي. هغه البته دا خبره وکړه چې د پيسو په اړه د خیبر پښتونخوا [د حکومت ورکړی] شمېر سم نه دی. اسحاق ډار ماته وويل چې وفاقي حکومت د خيبر پښتونخوا پخوانۍ او اوسنۍ ټولې پاتې پيسې ورکوي."

نوموړي هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ورسره وعده کړې چې د جون تر پای پورې به وفاقي حکومت د صوبې پورونه پرې کړي. خو اوس چې هغه نېټه تېره شوې، د خېبر پښتونخوا صوبې لا هم هغه پیسې نه دي ترلاسه کړي.

په تېرو وختونو کې د خيبر پښتونخوا بېلابېلو حکومتونو د پاکستان پر وفاقي حکومتونو نيوکې کړې چې د صوبې د بجلۍ ګټه او نورو معدني وسايلو پیسې نه ورکوي.

د تحريک انصاف تېر صوبايي حکومت وزیراعلا محمود خان د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې وفاقي حکومت یې ۱۸۹ اربه روپۍ پوروړی دی.

د دې تر څنګ خيبر پښتونخوا له وفاقه د ملي مالیاتي صندوق یا اېن اېف سي اېوارډ پیسې هم غواړي.

د خېبر پښتونخوا د تېر حکومت د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا هم د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر درېیمه نېټه په یو بیان کې ویلي وو، دا چې مرکز ورته بقایاجات پر وخت نه ورکوي نو هغوی د سرکاري ملازمینو د تنخاګانو پر وخت د ورکولو نه معذوره دي.

جګړا ادعا وکړې وه چې وفاقي حکومت د برېښنا د خالصې ګټې په توګه صوبې ته باید له ۱۸ تر ۳۰ اربه روپۍ ورکړې وای.

نوموړي زیاته کړې وه چې د تحریک انصاف يو مخکښ پروېز خټک چې کله د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر وو نو له وفاقي حکومت سره يې د برېښنا د خالصې ګټې په اړه یو یادښت هم لاسلیک کړی وو خو د ده په ادعا، د شهباز شريف په مشرۍ وفاقي حکومت ورباندې عمل نه کوي. خو بل پلو وفاقي حکومت دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې وخت په وخت یې صوبې ته پیسې ورکړې دي.

یوشمېر کارپوهان بیا وايي چې د صوبايي او وفاقي حکومت ترمینځ د سياسي اختلافاتو له وجې په خیبر پښتونخوا کې پرمختیايي هلې ځلې اغیزمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG