د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: سرکاري ملازمینو د خپلو معاشونو لوړولو لپاره مظاهره وکړه


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ: انځور له ارشیفه

د اپریل په لومړۍ نېټه، د صوبې د اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرمهال دوی د خپلو غوښتنو په حق کې شعارونه ورکړل.

مظاهره چیانو وویل چې مرکزي حکومت په تنخواګانو کې ۱۵ فیصد اضافه کړې ده خو د خیبر پښتونخوا حکومت د دوی تنخواګانې نه دي لوړې کړي.

د کلاس فور ملازمینو د اتحادیې مشر اکبرخان مومند مشال راډیو ته وویل چې تنخواګانو کې د اضافې اعلامیه تراوسه جاري نشوه نو دوی ځکه په احتجاج لاس پوری کړی دی. نوموړي زیاته کړه، د تنخوا د زیاتولو پر ځای، صوبايي حکومت د دوی نه په پېنشن کې یو فیصد اخلي چې ورته د منلو وړ نه ده.

بل خوا د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف وايي، د ملازمینو سره په تماس کې دی او د دوی د ستونزو د هواري لپاره به ورسره راروانه اوونۍ یو ځل بیا مذاکرات کوي.

مظاهره چیان وايي، په دې احتجاجي مظاهره کې ټول ملازمین برخه اخلي. دوی دړکه ورکړې چې که غوښتنې یې نه منل کیږي نو خپل احتجاجونه به نور هم پراخه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG