د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور بي ار ټي کمپني وايي که حکومت پیسې ور نه کړي ټرانسپورټي چارې ځنډوي


د پېښور چټک بس پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې پیل او په ۲۰۲۰ز کال کې پوره شوه ـ پخوانی انځور
د پېښور چټک بس پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې پیل او په ۲۰۲۰ز کال کې پوره شوه ـ پخوانی انځور

د پېښور د چټک بس پروژې (بي ار ټي) چلوونکې کمپنۍ وایي، حکومت ورته د تېرو درو میاشتو پیسې نه دي ورکړي چې له امله یې هغوی ټرانسپورټي چارې ځنډولای شي.

د ډېوو پاکستان اېکسپرېس بس سروېس لېمېټېډ په نامه کمپنۍ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یې د خیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا ته لیک استولی دی او ورڅخه یې د درو میاشتو شاوخوا ۴۵کروړه روپۍ غوښتې دي.

هغه لیک چې مشال راډیو یې هم نقل تر لاسه کړی دی، پکې راغلي، ډېوو شرکت د بي ار ټي ۲۴۴ بسونه چلوي چې تر درو لکو پورې خلک پکې هره ورځ سفر کوي. په لیک راغلي که حکومت پاتې پیسې ورنکړي نو د ټرانسپورټي چارو درېدو ته اړ کېدای شي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ نګران وزیر شاهد خان وایي، شرکت اعلاوزیر ته لیک استولی خو د ټرانسپورټي چارو صوبايي وزارت ته یې څه نه دي ویلي.

نوموړي د مې پر ۲۸مه وویل، که ډېوو کمپني ورسره رابطه وکړي نو د پیسو بندوبست به وکړي.

د کمپنۍ په لیک کې راغلي چې صوبايي حکومت ورته د هرې میاشتې تر ۱۰مې پیسې ورکوي خو دا ځل یې ورته د فېبروري، مارچ او اپرېل میاشتو پيسې نه دي ورکړې.

د پېښور د چټک بس پروژه په ۲۰۱۷ز کال کې د پخواني وزیراعلا پروېز خټک په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې پیل او په ۲۰۲۰ز کال کې بشپړه شوه.

د پروژې بسونه د پېښور له څمکنیو څخه تر حیات اباد پورې تګ راتګ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG