د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلو ته به له اېن اېف سي برخه ورکړل شي؟


د پاکستان د خزانې وزیر اسدعمر. فوټو له ارشیفه
د پاکستان د خزانې وزیر اسدعمر. فوټو له ارشیفه

پراګ ـ ۲۰۱۸ ز کال د فاټا په خیبر پښتونخوا که له ورګډېدو سره لا هم د ځایي خلکو په وینا پرمختیایي کارونه نه دي پيل شوي.

د پاکستان حکومت چې دا وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او له ځینو ملګرو هیوادونو یې پورونه اخیستي دي، وایي د قبایلي ضلعو د ودې لپاره د این ایف سي ایوارډ درې فیصده قبایلي ضلعو ته بیلوي.

وزیراعظم عمران خان د مارچ په ۱۵مه په باجوړ کې جلسې ته وویل چې د این ایف سي ایوارډ درې فیصده به قبایلي ضلعو ته ورکوي او د لسو کلونو په موده کې به هغه ضلعې د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو سره یوشان کوي.

په این ایف سي کې چاته برخه ورکول د وزیراعظم په اختیار کې نه ده، دا د این ایف سي کمېشن په واک کې وي
ډاکټر قېصر بنګالی

این ایف سي ایوارډ له ۱۹۵۵ م راهسې د صوبو او مرکزي حکومت ترمنځ ویشل کیږي. دا د هغو پیسو نوم دی چې په ټول کال کې یې حکومت د ټیکسونو له لارې جمع کوي. د دې پیسو ۴۲ اعشاریه ۵ فیصده برخه مرکزي حکومت د ځان سره ږدي او پاتې ۵۷ اعشاریه ۵ فیصده څلورو واړو صوبو ته ورکوي. دغه پیسې صوبې یې په خپلو کې د ابادۍ او د نورو ټاکلو معیارونو په تناسب ویشي. پنجاب صوبه کې د ابادۍ له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده نو ورته د این ایف سي صوبو له برخې ۵۷ فیصده، خیبر پښتونخوا ته ۱۳، بلوچستان ته پنځه او سیند ته ۲۵ فیصده برخه ورکول کیږي.

له باجوړه د واکمن تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ استاز ګل ظفر وایي د این ایف سي درې فیصده له سلو اربو زیاتې روپۍ جوړیږي او د دې سره په قبایلي ضلعو کې د پرمختګ ډېر کارونه کیدلی شي.

"وزیراعظم عمران خان مطمین دی چې درې فیصده به قبایلي ضلعو ته ورکوي.په دې لړ کې ټولې قانوني تقاضې به پوره کوو"

خو د اپوزیشن پیپلز ګوند وایي حکومت له این ایف سي څخه د درې فیصده پیسو په بهانه حکومت ځان له قبایلي ولسه خلاصوي، ځکه چې دا نه کېدونکی کار دی. د قبایلي ضلعو لپاره د پیپلز پارټۍ مخکښ اخونزاده چټان وایي:

"قبایلي ضلعې له مرکزه بیلې شوې اوس د صوبې برخه دي.پکار ده چې مرکز قبایلو ته پیسې ورکړي. بل صوبایي حکومت په پېښور کې د بس په پروژه سل اربه روپۍ لګولی شي خو د قبایلي ضلعو لپاره بیا دغه پیسې له نورو صوبو غواړي"

په این ایف سي ایوارډ کې قبایلو ته د ځانګړی برخې ورکولو خبره په لومړي ځل په مۍ ۲۰۱۷ م د نوازشریف په حکومت کې مخې ته راغلې وه

اقتصادپوه او په پرمختیایي کارونو کې د سند حکومت پخوانی سلاکار ډاکټر قېصر بنګالی وایي، د این ایف سي ایوارډ د تقسیم او یا چاته د ځانګړو پیسو ورکولو پریکړه د وزیراعظم په واک کې نه وي بلکې دا د این ایف سي کمیشن په اختیار کې وي. په هغه کمیشن کې د څلورو واړو صوبو د خزانې وزیران او یو یو ماهر ناست وي. همدا راز د مرکزي حکومت د خزانې وزیر هم د کمیشن غړی وي. د دې کمیشن اهمیت دادی چې ذکر یېپه ائین کې شوی دی. که د کمیشن نهه واړه غړي په یوه خبره سلا شي نو بیا ځانګړی بودیجه(فنډ) چاته ورکولی شي. که په دوی کې څوک رضا نه وي نو یوه پیسه هم له این ایف سي چاته نشي ورکړل کیدی.

"فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامله شوې ده. د دې له ورګډیدو سره د خیبر پښتونخوا صوبې ابادي زیاته شوه او په این ایف سي کې یې برخه هم له دیارلس فیصده څخه ۱۶ یا ۱۷ فیصده ته لوړه شوه، دا دلیل دی چې نورې صوبې د دې مخالفت کوي او وایي چې د قبایلو د ورګډیدو سره د خیبر پښتونخوا برخه وار دمخه درې یا درې نیم فیصده زیاته شوه نو اضافي درې فیصده ولې غواړي؟"

ډاکټر قیصر بنګالي وایي په همدې دلیل ښاي د سند صوبې سربیره نورې صوبې هم پښتونخوا ته د اضافي درې فیصدو مخالفت ورکړي.

XS
SM
MD
LG