د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې سرکاري ملازمينو او بې روزګاره ځوانانو احتجاجونه کړي دي


په پاکستان کې سرکاري ملازمینو په بېلا بېلو وختونو کې د معاشونو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې سرکاري ملازمینو په بېلا بېلو وختونو کې د معاشونو زیاتولو لپاره احتجاجونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

په خيبر پښتونخوا کې سرکاري ملازمينو او بې روزګاره لوستو ځوانانو احتجاجونه کړي دي.

د مې پر ۲۴مه په پېښور کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د سرکاري ملازمينو د احتجاج پر مهال د صحت څانګې د کارکوونکو اتحاديې جنرل سکټري حضرت حسېن مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د سرکاري ملازمينو تنخواګانې د ګرانۍ په تناسب زياتې کړي او دوی ته دې ترقۍ ورکړي.

بلخوا هم په دې ورځ د بې روزګاره تعليميافته ځوانانو اتحاديې تر سيوري لاندې مظاهره وشوه.

د اتحاديې مشر لال زمان قادري مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې ورته روزګارونه ورکړي.

د خيبرپښتونخوا خزانې وزير افتاب عالم اسمبلۍ ته د بجت وړاندې کولو پر وخت وويل چې د سرکاري ملازمينو په بنيادي تخواګانو کې د ۱۰ فيصده اضافې پرېکړه شوې.

د ده په خبره ۱۲ اربه روپۍ يې د دې لپاره په بجټ کې اېښودي دي چې د صوبې يو لک ځوانانو ته روزګار ورکړي. تر دې مخکې هم د تحريک انصاف په مشرۍ پخوانيو حکومت لکونو ځوانانو ته د روزګارونو ورکولو دعوې کړې وې.

XS
SM
MD
LG