د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت ولې په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه نه پیلوي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پېښور ـ د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو منتخب غړي وايي، حکومت دې د هغوی په سیمو کې د خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره زر کار وکړي، ځکه هغوی د انتخاباتو پر مهال له خلکو سره ژمنې کړې وې چې د هغوی ژوند ته به اسانتیاوې راولي.

په دوی کې ځینې یې د حکومت د عدم توجه څخه سر ټکوي. په صوبايي اسمبلۍ کې د مومندو استازی نثار مومند وايي، د انتخاباتو پر مهال یې د خلکو سره ژمنې کړې وې چې د هغوی ستونزې به هواروي، خو اوس ګوري چې حکومت د هغوی د ستونزو په هوارولو کې جدي نه دی.

"موږ چې اسمبلۍ ته راغلي یو، نو وخت په وخت مو د خپلو خلکو د حقونو لپاره د اواز اوچتولو کوشش کړی دی خو تر اوسه د هغوی یوه ستونزه هم نه ده حل شوې. په قانون سازۍ کې هم زموږ سره مشوره نه کېږي. حکومتي ارکان زیات دي نو چې څه یې زړه غواړي هغسې خپل بیلونه د اسمبلۍ نه منظوروي."

نوموړی وايي، د سیمې خلک یې د تعلیم، صحت، تجارت او روزګار په لړ کې فوري مرستو ته اړ دي.

پخوانۍ قبایلي سیمې د ۲۰۱۸م کال د مې په ۳۱مه په خیبر پښتونخوا صوبه کې ضم شوې او د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۰مه هلته انتخابات وشول چې په ترڅ کې یې صوبايي اسمبلۍ ته د مېرمنو او اقلیتونو د استازو په ګډون ۱۹ نوي غړي د قبایلي ضلعو نه ورغلل. د هغوی په منځ کې د شمالي وزیرستان میر کلام وزیر هم دی، هغه وايي، حکومت د قبایلو د ستونزو د حل کولو لپاره سنجیده اقدامات نه کوي. هغه وړاندې وايي:

"دا واقعې چې یو تاریخي ګام وو چې په قبایلي سیمو کې په اول ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات وشول او خلکو خپل استازي منتخب کړل خو بل طرف ته که موږ د خلکو د غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راشو نو په دې حواله به په تاریخ کې په ډېر بد نوم یادېږو."

میرکلام وزیر زیاته کړه چې د هغوی په سیمه کې د کډوالو واپسي، د خلکو د ړنګو شویو کورونو او دوکانونو معاوضې او د تجارانو ستونزې او د اعلانو شویو پروژو عملي کېدل، فوري توجه ته تړتیا لري.

خو شفیق افریدی چې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خیبر د خلکو استازی دی وايي، د صوبايي او وفاقي حکومت پر مرستو توانېدلی چې په خپله سیمه کې ځیني پرمختیايي کارونه پیل کړي.

نوموړي د څښلو د اوبو، د اوبه خور،د سرکونو د جوړولو یادونه وکړه. هغه وویل، د صحت او تعلیم په څانګه کې یې هم کارونه تر لاس لاندې دي.

خو پوښتنه دا ده چې که د نورو قبایلي ضلعو منتخب استازي وايي چې حکومت فنډونه نه ورکوي نو په خیبر کې دا کار څنګه ممکنه شوه؟ شفیق اپریدی وايي:

"موږ د حکومت اتحادیان یو او د وزیراعلی شکریه ادا کوو چې د ترقیاتي کارونو لپاره یې موږ ته فنډونه راکړي دي. حکومت پرېکړه کړېده چې ۶۵ فیصده فنډونه به خپلو کسانو او اتحادیانو ته ورکوي او پاتې به د اپوزیشن کسانو ته."

په دې اړه مو د حکومتي نظر د راخېستو لپاره د صویې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي او د وزیر اعلی ویاند اجمل وزیر ته بار بار زنګونه ووهل خو اړیکه مو ورسره ټینګه نه شوه.

خو د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ حکومتي غړي واجدالله خان مشال راډیو ته وویل، وزیراعظم عمران خان صوبايي حکومت ته امر کړی چې د قبایلي ضلعو د خلکو ستونزو ته باید فوري پاملرنه وشي.

"په اصل کې د وزیراعظم صیب هدایات دي چې قبایلي سیمو ته ترقي ورکول دي، د هغه ځای پسماندګي ختمول پکار دي او دا خلک را اوچتول پکار دي. نو ویلی شو چې حکومت قبایلو ته زیات فوقیت ورکوي، تر دې چې د ښاري سیمو بجټ هم په قبایلي سیمو کې لګوي."

واجدالله وايي، ټولې قبایلي ضلعې به د ښاري ضلعو په شان سهولتونو نه برخمنې کېږي، خو دا کار به وخت نیسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG