د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا سوداګر وایي د ړنګو دوکانونو د معاوضې نه ورکولو ضد احتجاج پیلوي


پوځي سرتېري د عملیاتو په مهال د ميرامشا ړنګو دوکانونو ترڅنګ تېرېږي ـ پخوانی انځور.
پوځي سرتېري د عملیاتو په مهال د ميرامشا ړنګو دوکانونو ترڅنګ تېرېږي ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان سوداګرو ویلي دي چې که حکومت ورته د مارچ تر ۲۵مې پورې د میرامشا بازار د ړنګو دوکانونو تاوان ور نه کړ نو احتجاج پیلوي.

هغوی د مارچ پر ۲۱مه په میرامشا کې خبري غونډې ته وویل چې په تېر اوړي کې د پاکستان مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ته د معاوضې ورکولو لپاره یو نیم اربه روپۍ ورکړې وې چې چارواکو تر اوسه اغېزمنو دوکاندارانو ته نه دي سپارلي.

سوداګر وايي چې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسلوالو پرضد په پوځي عملیاتو کې د میرامشا بازار څه باندې ۶،۰۰۰ دوکانونه ړنګ شوي ول.

د سوداګرو د ټولنې مشر انور حسن خبري غونډې ته وویل چې هغوی دفترونو ته له تګ او له انتظامي او نورو چارواکو سره له خبرو ستړي شوي دي او حکومت دې یې نور نه ځوروي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره شوي او له هغې ضلعې کډې کولو ته اړ شوي ول.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان پخواني استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ د ۲۰۲۳ز کال په جون کې مشال راډیو ته ویلي ول چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې وه چې چارواکي به ژر هغه پیسې په دوکاندارانو ووېشي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي د مارچ پر ۲۱مه، مشال راډیو ته وویل چې حکومت ټولو دوکاندارانو ته تاوان ورکولو ته ژمن دی. هغه وویل، حکومت د میرامشا نیمايي دوکاندارانو ته پیسې ورکړې دي.

اپرېدي زیاته کړه چې په وروستیو کې یې د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومته پیسې غوښتې دي.

د میرامشا بازار دوکاندارانو تر دې مخکې هم د تاوان پیسو ترلاسه کولو لپاره مظاهرې کړې دي.

حکومت د ۲۰۱۴ز کال تر پوځي عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې.

XS
SM
MD
LG