د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ پرلت والو په اسلام اباد کې خپل احتجاج ختم کړ


په بلوچستان کې د جبري لادرکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ډېسېمبر له ۲۰مې د پریس کلب مخې ته پرلت روان دی: انځور له ارشیفه
په بلوچستان کې د جبري لادرکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ډېسېمبر له ۲۰مې د پریس کلب مخې ته پرلت روان دی: انځور له ارشیفه

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکيو پر ضد په اسلام اباد کې له ۲۰ ډېسمېبر راهيسي روان پرلت د جنورۍ په ۲۳مه پای ته رسېدلی.

د پرلت مشرانو د جنورۍ په ۲۳مه په اسلام اباد کې اعلان وکړ چې خپل پرلت ختموي او اوس دوهمه مرحله پيلوي. دوی وايي په دویمه مرحله کې به جلسې کوي، ولس ته به ورځي او په دې لړ کې به خپله لومړۍ غونډه په کوټه کې کوي.

د دغه پرلت مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅې د جنورۍ په ۲۳مه په یوه خبري غونډه کې ویلي، پر دوی ډېر فشار وو چې خپل احتجاج ختم کړي او زیاتوي دوی به هغه رویه یاده ساتي کومه چې د لادرکو بلوڅانو له کورنیو سره د دغه احتجاج پر مهال ترسره شوه.

تر دې وړاندې د جنورۍ په ۲۲مه، د اسلام اباد پریس کلب چارواکو پولیسو ته په یو لیک کې خواست کړی وو چې بلوڅ پرلت وال دې له هغه ځایه لرې کړي.

د پریس کلب منېجر کامران حمید د جنورۍ پر ۲۲مه د اسلام اباد پولیسو ته په لېږلي لیک کې ویلي چې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته له تېرو دوو میاشتو راهیسې ناستو بلوڅو پرلتوالو هغوی ته مالي او امنیتي ستونزې جوړې کړې دي.

په لیک کې ویل شوي چې د بلوڅو پرلتوالو د فعالیتونو له کبله خبریالان او نور اړونده کسان چې پریس کلب ته باید ولاړ شي، هلته په ورتګ کې د مشکلاتو سره مخامخ دي. د پریس کلب د انتظامیې په وینا، مهم شخصیات د امنیتي اندېښنو او لارو بندېدو له کبله اسلام اباد پریس کلب ته د غونډو لپاره نه ورځي نو ځکه د پریس کلب انتظامیه له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.

دوی دا رازغوښتنه کړې وه چې بلوڅ پرلتوال دې له پریس کلب څخه کوم بل ځای ته انتقال کړي.

په بلوچستان کې د جبري لادرکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ډېسېمبر له ۲۰مې د پریس کلب مخې ته بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ پرلت پیل کړی وو. د پرلت مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې پر ایکس پاڼه لیکلي وو چې د اسلام اباد پریس کلب دا ګام دردونکی دی.

نوموړې ویلي چې پولیس وار له مخه هغوی ځوروي او اوس د هغوی په وینا، د اسلام اباد پریس کلب انتظامیه هم د هغوی له پرلته تنګه شوې ده.

د اسلام اباد پولیسو پر ایکس پاڼه په غبرګون کې لیکلي چې دوی هیڅ ناقانونه کار نه دی کړی او په شفافه توګه به قانون عملي کوي. خو د بلوڅ پرلتوالو د لرې کولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان یو شمېر مهمو خبریالانو د اسلام اباد پریس کلب پر دې ګام ناخوښي ښودلې ده. وتلي خبریال حامد میر په خپله لېکس پاڼه لیکلي، د ایین د دښمنانو مخې ته د ټیټېدو یو نوی تاریخ لیکل کېږي.

د بلوڅانو احتجاج څنګه پیل شو؟

بلوڅانو تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

بلوڅ احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.

بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د بلوچستان مرکز پر لوري لاريون پيل کړ چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه کوټې ته ورسېد.

د کوټې په سرياب سيمه کې له څلور ورځني پرلت وروسته د ډېسېمبر پر ۱۵مه احتجاج کوونکو د اسلام اباد پر لوري سفر پيل کړ.

د بلوڅانو لاریون د ډېسېمبر پر ۱۷مه له بلوچستانه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ورسېد، چې له هغه ځايه يې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد پر لوري تګ پيل کړ. لاريونوال پر همهغه ورځ د خيبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ته ورسېدل او د ډېسېمبر پر ۲۰مه يې د اسلام اباد پر لوري لاريون ته دوام ورکړ چې پر هغه ورځ ماښام ورسېدل.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو د لادرکه کېدو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي.

کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

XS
SM
MD
LG