د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ مظاهره شوې ده


د ۲۰۲۳ز کال نومبر پر ۲۶مه په کراچۍ کې د ماورای عدالت وژنو او خلکو بې درکه کولو د مظاهرې انځور.
د ۲۰۲۳ز کال نومبر پر ۲۶مه په کراچۍ کې د ماورای عدالت وژنو او خلکو بې درکه کولو د مظاهرې انځور.

په کراچۍ کې فعالانو يو ځل بيا د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو غوښتي دي چې د بلوڅانو د ځورونو او د جبري بې درکه کولو لړۍ ودروي.

د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته د جنورۍ ۲۱مې مظاهره د کیڼ لاسې جمهوري جبهې (لېفټ ډېموکریټېک فرنټ) او د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ مشرانو او غړو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د بلوڅانو د روان پرلت د ملاتړ لپاره جوړه کړې وه.

د مظاهرې تنظيموونکي او د بلوڅانو د يووالي کمېټې غړي عبدالوهاب بلوڅ مشال راډيو ته وويل، غواړي چې د بلوڅانو ترڅنګ د نورو قامونو ورک کسان بايد پيدا او عدالت ته وړاندې شي. "زموږ غوښتنې همدا دي چې ټول ورک کسان دې خوشې او د بلوڅانو او نورو خلکو جبري بې درکول دې ودرېږي. که يو چا جرم کړی وي او مقدمه ورباندې جوړه وي، نو هغه دې عدالت ته وړاندې شي."

بلخوا د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته ناستو بلوڅانو د جنورۍ پر ۲۱مه "د مظلومو قامونو نړيوال کنفرانس" تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

د پرلت مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د پوليسو د ځورونو باوجود يې غونډه وکړه او د جبري لادرکيو او ماورای عدالت وژنو ضد غږ يې پورته کړ.

هغې پر اېکس ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې پکې پولیس ځینې کسان ټېل وهي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو کره والی نه شي تاییدولای خو د جنورۍ پر ۲۱مه د پاکستان یوشمېر مخکښو فعالانو هم پر اېکس په بیانونو کې تور پورې کړ چې پولیسو د غونډې ګډونوال ځورولي دي.

د اسلام اباد پولیسو لا د هغو تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د ماهرنګ بلوڅې په مشرۍ بلوڅ فعالانو په اسلام اباد کې د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه پرلت وواهه.

احتجاجیان غوښتنه کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنې ودروي او ملګري ملتونه دې په بلوچستان کې د بشري حقونو وضعیت او سرغړونې وڅېړي.

په وروستیو اوونیو کې په کراچۍ او د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د اسلام اباد د پرلت په ملاتړ احتجاجي غونډې او مظاهرې شوي دي.

د جنورۍ پر ۱۲مه هم د بلوڅ یکجهتي کمېټې فعالانو او پلویانو په کراچۍ کې مظاهره کړې وه.

تر دې وروسته د کراچۍ پولیسو د احتجاج د شاوخوا ۳۰۰ ګډونوالو پرضد مقدمې درج کړې او ۳۰ کسان یې ونیول.

پولیسو وویل چې مظاهرچیانو د دولت او ریاستي ادارو پر ضد ویناګانې کړې دي او سړک یې تړلی وو. خو د بشري حقونو فعالان د پولیسو دا ډول تورونه ردوي او هغه مقدمې د مبارزانو د غلي کولو هڅه بولي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي د جنورۍ پر ۲۱مه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې په اسلام اباد کې په احتجاج ناست بلوڅان د "پاکستان ضد" دي او هدف يې د هغه هېواد بدنامول دي.

هغه زياته کړه، ډېر امکان دی چې په هغه پرلت کې شامل مخ پټي کسان د "ناقانونه بلوڅ وسلوالو ډلو غړي" وي.

تر اڅکزي مخکې د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم ورته څرګندونې کړې وې چې د بلوڅانو د پرلت د مشرې ماهرنګ بلوڅې، د بشري حقونو د سازمانونو، فعالانو او یوشمېر مخکښه سیاستوالانو غبرګونونه یې پارولي ول او ورباندې یې انتقاد کړی وو.

XS
SM
MD
LG