د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ فعالان پر پښو له ډېره غازي خانه اسلام اباد ته روان شوي دي


بلوڅانو په تربت او کوټه کې له پرلت وهلو وروسته د اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړی دی - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.
بلوڅانو په تربت او کوټه کې له پرلت وهلو وروسته د اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړی دی - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد لاریون کوونکي د پنجاب له ډېره غازي خانه پر پښو د اسلام اباد پر لور روان شوي دي.

د دې لاریون مشري کوونکې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ ویاند ګلزار دوست بلوڅ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه پر پښو روان شوي چې د ده په وینا، د ډېره غازي خان انتظامیې د ټرانسپورټ مالکان د دوی له وړلو منع کړي دي.

ضلعي انتظاميې يا ټرانسپورټرانو د نومړړي د دې ادعا په اړه لا څه نه دې ويلي.

ګلزار دوست بلوڅ زياته کړه، پولیسو چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه د دوی کوم ملګري نیولي ول، په هغوی کې نور خوشې شوي خو پينځه لا هم په بند کې دي.

د بلوڅانو لاریون د ډېسېمبر پر ۱۷مه له بلوچستانه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ورسېد. پر هغه ورځ کمېټۍ دعوه وکړه چې پولیسو ځای پر ځای د لاریونوالو د مخنیوي لپاره خنډونه درولي ول او د هغوی د نیولو هڅه یې کوله.

د پولیسو یو افسر رحمت الله د ډېسېمبر پر ۱۷مه ډان ورځپاڼې ته ويلي ول چې په ډېره غازي خان کې د غونډو پر جوړولو بندیز دی نو ځکه یې هغه خلک نيولي دي.

د بلوڅانو یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ ویاند ګلزار دوست زیاته کړه چې دا وخت دوی د لادرکه کسانو د ۵۰ کورنیو په ګډون ګڼ شمېر خلک په قافله کې د تونسې پر لور روان دي او له هغه ځایه به اسلام اباد ته ځي.

پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا احتجاج له هغه وروسته پیل شوی وو چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت د صوبې د های کورټ په امر د ډېسېمبر پر نهمه په هغه پېښه کې د ککړتیا په تور څلور پولیس له دندو ګوښه کړي او پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

د بلوڅانو د وژنې پرضد په کوټه کې پرلت دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو د لادرکه کېدو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي.

کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

XS
SM
MD
LG