د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماورای عدالت وژنو پرضد د بلوڅانو لاریون پنجاب ته رسېدلی دی


د بلوڅانو په احتجاج کې ګڼې ښځې هم شاملې دي - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.
د بلوڅانو په احتجاج کې ګڼې ښځې هم شاملې دي - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد لاریون د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته رسېدلی دی.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد پر لوري د لاریون تابیا کوونکې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ یا بلوڅ یکجهتي کمېټۍ پر اېکس پاڼه لیکلي چې احتجاجیان د ډېسېمبر پر ۱۷مه د بلوچستان له بارکان ښاره، چې له پنجاب سره پر پوله پروت دی، روان شول.

کمېټۍ دعوه کړې ده چې پولیسو ځای پر ځای د لاریونوالو د مخنیوي لپاره خنډونه درولي ول او د هغوی د نیولو هڅه یې کوله.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ پر خپله اېکس پاڼه داسې ویډیو هم خپره کړې چې په ظاهره د پنجاب ښځینه پولیس د لاریون غړې د پولیسو بس ته خېژوي خو خو د ډېره غازي خان پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د ویډیو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

دا احتجاج تر هغه وروسته پیل شو چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د نومبر پر ۲۳مه په نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

تر دې پېښې وروسته هغوی په تربت کې احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه یې د کوټې پر لوري لاريون پيل کړ.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت د صوبې د های کورټ په امر د ډېسېمبر پر نهمه په هغه پېښه کې د ککړتیا په تور څلور پولیس له دندو ګوښه کړي دي او پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي.

کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

XS
SM
MD
LG