د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ضلعې بلدیاتي استازي پرمختيايي فنډونه غواړي


په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کلونو کې شوي ول . د ارشیف انځور
په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کلونو کې شوي ول . د ارشیف انځور

د خیبر قبايلي ضلعې د مقامي حکومتونو استازو د فنډونو د نيشتوالې پرضد د احتجاج دړکه کړې ده.

د سيمې ځينو استازو د جنورۍ پر پینځمه مشال راډيو ته وويل چې د دوه کاله پوره کېدو باوجود ورته رسمي حیثیت نه دی ورکړل شوی او له فنډونو هم محرومه دي.

د جمرود د یوه ویلج کونسل چیرمین مرزا علي اپریدي مشال راډیو ته وويل چې د خپلو اختیاراتو او فنډونو لپاره احتجاجي لړۍ پیلوي.

هغه وویل: "د انتخاباتو پر وخت مو له ولس سره د پرمختیايي کارونووعدې کړې وې خو اوس (حکومت) فنډونه نه راکوي او هر څه په ټپه ولاړ دي."

په قبايلي ضلعو کې د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر مياشت کې بلدیاتي انتخابات شوي ول. په هغو انتخاباتو کې په خیبر ضلع ۱۴۷ یونین کونسلې جوړې شوې او درې د تحصیل چیرمینان منتخب شوي دي.

د خیبر ضلعې د مقامي حکومت مرستیال مشر مامون نواز د جنورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د پرمختیایي کارونو ادارې نړیوال بانک او د جاپان پرمختیایي ادارې جایکا په مرسته به زر فنډونه جاري کړي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا بلدیاتي استازو د پیسو د نیشتوالي او د حکومت نه پاملرنې له وجې مظاهرې کړې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه سلګونه استازي د پېښور جناح پارک ته ورغونډ شوي ول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې ورته دې د پرمختیایي کارونو لپاره پیسې ورکړي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت تر دې مخکې هم ټینګار کړی وو چې صوبه له اوږدې مودې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ ده نو ځکه ځینې پرمختیايي کارونه ځنډېدلي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د قبایلو پخوانی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.

حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کېږي او د پاکستان له قامي مالياتي کمېشن (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه به درې فيصده برخه ورکوي.

صوبايي حکومت وايي چې وفاقي حکومت ته یې هم اربونه روپۍ پاتې دي چې له ترلاسه کولو سره سم به یې لګول پیل کړي.

په خیبرپښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات په دوو پړاوونو کې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه او د ۲۰۲۲ز کال په مې کې شوي ول.

د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د قانون د ۵۳مې مادې له مخې، د صوبې په کلنۍ بودیجه کې باید ۳۰ سلنه پیسې د بلدیاتي ادارو لپاره ځانګړې شي. چارواکي وايي، د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال په بودیجه کې ۳۷ اربه روپۍ د بلدیاتي ادارو لپاره جلا شوې وي.

XS
SM
MD
LG