د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا سراج الدین حقاني ریښتیا پاکستانی پاسپورټ درلود؟


سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی - پخوانی انځور.
سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه رپورټونه نه رد کړي او نه یې هم تایید کړي دي چې ګواکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني تر کلونو پورې پاکستانی پاسپورټ استعمال کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د دسمبر پر اوومه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په ورځپاڼه کې یې رپورټ لیدلی دی خو په دې اړه لا کره معلومات نه لري.

نوموړې زیاته کړه چې کېدای شي چې د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته پر دې موضوع څه وویلای شي.

دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر اوومه نېټه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې دي نیوز ورځپاڼې د خبریال عمر چیمه رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي چې سراج الدین حقاني تر دې وروستیو کلونو پاکستانی پاسپورټ کارولی او ورباندې یې قطر ته سفرونه کړي ول.

ورځپاڼه وايي، هغه مهال د طالبانو سیاسي دفتر غړو په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د سولې خبرې کولې.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي هم د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د حقاني د پاسپورټ ترلاسه کولو په اړه معلومات نه لري خو پلټنې یې پیل کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خلکو ته د شناختي کارډونو او پاسپورټونو ورکولو دنده پر مخ وړي.

خپله حقاني یا د طالبانو حکومت لا د هغه د رپورټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو عمر چیمه په خپله لیکنه کې دعوه کړې ده چې یوازې حقاني نه بلکې په "زرګونو افغانانو" هم پاکستاني پاسپورټونه کارولي دي.

سراج الدین حقاني د طالبانو د حقاني شبکې مشر او د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر د لومړۍ اوونۍ په پای کې چې طالبانو خپله کابینه اعلان کړه نو هغه یې د کورنیو چارو د وزارت سرپرست کړ.

نوموړی نه یوازې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دی بلکې امریکا یې پر سر انعام هم اعلان کړی دی.

د ۲۰۰۸ز کال د جنورۍ پر ۱۴مه د کابل پر سرینا هوټل په برید کې د یو امریکايي په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

امریکا سراج الدین حقاني د هغه برید د پلان جوړولو په تور تورن کړ، د "نړیوالو ترهګرو په لېسټ" کې یې نوم واچاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي په سر د ۱۰ مېلیونه ډالرو د انعام ورکولو اعلان هم کړی دی.

د ورځپاڼې په رپورټ کې څه راغلي؟

عمر چیمه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو، چې نومونه یې نه دي ښوول شوي، په حواله لیکلي دي چې د هغه هېواد په سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د پاسپورټ دفترونو افغانانو ته پاسپورټونه ورکړي ول.

دی وايي، یو چارواکي ورته ویلي دي چې د سراج الدین حقاني د پاسپورټ ترلاسه کولو تر خبر وروسته حکومت پلټنې وکړې او تر اوسه یې له ۳۰،۰۰۰ څخه تر ۴۰،۰۰۰ افغانانو ته ورکړل شوي پاسپورټونه لغوه کړي دي.

چیمه کاږي حکومت حقاني ته د پاسپورټ ورکولو په تړاو د پاسپورټونو د دفتر دوه چارواکي، چې یو یې د حکومتي اقداماتو اخیستو پر مهال له دندې تقاعد شوی وو، نیولي دي.

پوښتنه دا ده چې پر دې هر څه سربېره سراج الدین حقاني ریښتیا هم د پاکستان پاسپورټ ترلاسه کړی وو او بیا یې د یو عادي وګړي په څېر ورباندې قطر ته سفر کړی وو؟

شنونکي څه وايي؟

خبریال او شنونکي سمیع یوسفزي په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ هغه خبرې اترې له نېږدې څارلې وې چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه دوه اړخیز تړون لاسلیک شوی وو.

نوموړی وايي، فکر نه کوي چې سراج الدین حقاني دې یا پاکستانی پاسپورټ درلودلی وي او یا دې هم د قطر په خبرو اترو کې برخه اخیستې وي. "د پاکستان پاسپورټ ترلاسه کول یو عام کار دی، د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ درلودل، پر هغه یې سفرونه کړي او جایدادونه یې اخیستي او هغه پرې ثابت شوي هم دي، خو تر کومه حده چې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني خبره ده نو ما د قطر خبرې اترې ډېر له نژدې څارلې دي. زما د معلوماتو له مخې نوموړي نه هلته سفر کړی او نه یې په هغو خبرو اترو کې برخه اخیستې وه."

د طالبانو پر چارو نظر لرونکی بل خبریال میروایس افغان وايي، دا چې سراج الدین حقاني تر نړیوالو بندیزونو لاندې وو نو داسې فکر نه کوي چې هغه دې په هغه ډول پر پاکستاني پاسپورټ سفر کړی وي لکه څنګه چې د پاکستان په رسنیو کې ادعا کېږي. "زه په دې اړه معلومات لرم چې سراج الدین حقاني او د هغه د کورنۍ نورو ګڼو غړو پاکستاني شناختي کارډونه لرل خو په دې اړه هېڅ معلومات نه لرم چې ګواکې هغه دې په [پاکستاني] پاسپورټ سفرونه کړي وي."

طالبانو د ۲۰۱۸ز کال له اکتوبره د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ ترپایه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د سولې خبرې کړې وې.

په هغه وخت کې طالبانو په افغانستان کې د حکومت پرضد جګړې ته هم دوام ورکړی وو.

پر طالبانو نظر لرونکی لیکوال او شنونکی نظر محمد مطمین وايي، په هغو خبرو اترو کې د ګډون لپاره سراج الدین حقاني ځکه پاکستاني پاسپورټ ته ضرورت نه درلود چې ټولو طالب مشرانو ته افغانستان خپل پاسپورټونه ورکړي ول. "پر دې هوکړه شوې وه چې مذاکراتي ډلې ته به د افغانستان پاسپورټونه ورکول کېږي چې بیا په دوبۍ کې د افغانستان له کونسلګرۍ واخیستل شول او د قطر په هوايي ډګر کې هغوی ته وسپارل شول."

طالبان چې کله په افغانستان کې د حکومت پرضد جنګېدل نو د افغان حکومت او امریکا په ګډون زیاتره نړیوالو تور پورې کاوه چې پاکستان ورته پټنځایونه او مرسته ورکوي خو پاکستان به نه منله.

د سیاسي‌ او سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، حکومتونه چې وغواړي‌ نو بې پاسپورټه هم خلک یوې او بلې خوا ته بیولای شي. "امریکا ده، پاکستان دی او که نور ملکونه، دا دوه مخې لوبې کوي، په خوله یوه وايي او په عمل کې بل څه کوي. دوی وايي چې د سراج الدین حقاني پر سر پیسې وې، نو هغه خو اوس هم شته او دی په افغانستان کې د کورنیو چارو [سرپرست] وزیر دی. حکومتونه چې وغواړي نو ډېر څه کولای شي، په پاسپورټونو یې هم [خلک] بیولي دي او بې پاسپورټونو یې هم بیول دي."

نوموړي وویل، د قطر په خبرو کې یو مذاکراتي ډلې وې چې مخامخ به یې خبرې کولې او بل داسې مهم کسان ول چې شاوخوا به موجود ول او هغوی ته به یې مشورې ورکولې.

د ده په وینا، د دې لپاره سراج الدین حقاني ځکه مهم کس وو چې یو خو د حقاني شبکې مشر وو او بل په طالبانو کې یې یو خاص حیثیت درلود.

افراسیاب خټک زیاته کړه چې د ده په فکر، د سراج الدین حقاني د پاسپورټ موضوع د پاکستانیو "استخباراتو په خوښه" د دې لپاره راپورته کړل شوې ده چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له افغان طالبانو په بیا بیا غوښتنه کوي چې هلته د مېشتو پاکستانیو طالبانو پرضد ګامونه پورته کړي خو د طالبانو حکومت وايي، وسلوالو ډلو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او هېچا ته د بل هېواد پرضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG