د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: قوم د وسله والو پرضد له عملیاتو ډاډه نه دی


مولانا فضل الرحمان تر جرګې وروسته خبري غونډې ته د جرګې له خوا د منل شوې اعلامیې غوښتنې له رسنیو سره شریکې کړې.
مولانا فضل الرحمان تر جرګې وروسته خبري غونډې ته د جرګې له خوا د منل شوې اعلامیې غوښتنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د جمعیت علما اسلام ف په مشرۍ شوې " لویې قبایلي جرګې" غوښتنه کړې ده چې که د ترهګرۍ او ترهګرو پرضد عملیات وي او که خبر اترې، باید ریاست د هر ګام پورته کولو په اړه سیاسي مشران په اعتماد کې واخلي.

دا جرګه د اګست پر څلورمه د جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې وشوه چې د ګڼو ملتپالو او مذهبي ګوندونو مشرانو،‌ استازو او قبایلي مشرانو پکې ګډون کړی وو.

د جرګې په ګډونوالو کې د نورو تر څنګ د پښتنو ملتپالو پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن هم شریک وو.

مولانا فضل الرحمان تر جرګې وروسته خبري غونډې ته د جرګې له خوا د منل شوې اعلامیې غوښتنې له رسنیو سره شریکې کړې.

نوموړي‌ وویل چې قوم په قبایلي سیمو کې د وسله والو پرضد تر اوسه له ترسره شویو عملیاتو مطمین نه دی او نه هم د ده په وینا، په هغو عملیاتو کې اغېزمن شویو خلکو ته پوره تاوان ورکړل شوی دی.

مولانا فضل الرحمان دا جرګه له هغه وروسته را وبلله چې د جولایي پر ۳۰مه په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ف په غونډه کې شوي ځانمرګي برید لږترلږه ۶۳ کسان ووژل او تر ۱۰۰ زیات یې ټپیان کړل.

د هغه برید زمه واري‌ د اسلامي‌ دولت وسله والې ډلې (داعش) خراسان څانګې ومنله.

د باجوړ برید کې ژوبل شوي د سترګو لیدلی حال وايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00


مولانا فضل الرحمان د جرګې په اعلامیه کې د باجوړ، پېښور پولیس لاینز، د باړې علي مسجد تر څنګ د وسله والو د ټولو بریدونو غندنه وکړه.

ده وویل، " ګرينډ قبايلي جرګې دا ټولې پيښې د پاکستاني رياست پرضد څرګنده ترهګري بللې او په دې کې د ککړو کسانو پرضد یې د عملي‌ ګامونو غوښتنه کړې ده."

مولانا زیاته کړه چې ریاستي ادارې دې د بې ګناه ولس پرضد د کارروایانو پر ځای له سیاسي‌ ګوندونو سره کښېناستو ته لومړیتوب ورکړي‌ او قام دې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په اړه له حقیقتونو خبر کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې جرګه کې د پاکستان او افغانستان پر شریکو چارو او حالاتو هم بحث شوی دی.

ناوې یې کور کې انتظار کاوه خو د اعجاز احمد مړی یې وروړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

مولانا فضل الرحمان په دې اړه وویل، "د پاکستان او افغانستان ترمينځ دې د ترهګرۍ مخنيوي ، او د يو بل په چارو کې دې د لاس نه وهلو په اړه شریکه کړنلاره جوړه کړل شي، افغان امارت اسلامي سره دې د هغو عناصرو د مخنیوي په اړه تماس ونیول شي‌ چې په افغانستان کې پټ دي‌ او په پاکستان کې د داسې کارروایانو زمه واري اخلي."

د جرګې مشر مولانا فضل الرحمان د ترهګرۍ پېښو د شرعي حيثيت په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې وویل چې په پېښور کې ۲۵۰۰۰، ديني عالمانو، په کوټه کې لس زره علما او په سیند او پنجاب کې هم په زرګونو ديني عالمانو له وړاندې لا په تحريري توګه هم او په اعلان کې هم دا بريدونه غير شرعي ګرځولي دي.

ده وویل،‌ "د ټول پاکستان د هر يو ډلې او مسلک عالمانو په موجودګۍ کې په متفقه توګه دا ويل شوي چې دا ځانمرګي بريدونه څه چې ټوپک اوچتول ټکی هم غلط دی، زموږ مقاصد پاک او ديني مقاصد دي خو د دې مقصدونو ترلاسه کولو لپاره د وسلې استعمال غير شرعي دی."

مولانا فضل الرحمان دا هم وويل چي په کورمه يا د هيواد نورو برخو کې چې کم د شيعه سني فساداتو په نوم شخړې کيږي، د دې په مخنیوي‌کې دې هم رياست خپله ذمه واري ترسره کړي.

مولانا فضل الرحمان د وینا پر مهال وویل، د دوی هڅه ده چې له دې وروسته د ملک پر کچ د امن په اړه د ټولو ګوندونو غونډه جوړه کړي چې د ملک ټول سیاسي او مذهبي مشران پکې د دې هدف لپاره غږ پورته کړي.

XS
SM
MD
LG