د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي تېرو ۳ ورځو کې ۳۲۲ کورنۍ پر سپین بولدک افغانستان ته اوښتې دي


د یوې افغانې کورنۍ غړي په سپین بولدک کې د نوملیکنې مرکز پر لوري روان دي - د ډېسېمبر درېیمې انځور.
د یوې افغانې کورنۍ غړي په سپین بولدک کې د نوملیکنې مرکز پر لوري روان دي - د ډېسېمبر درېیمې انځور.

د افغانستان په کندهار کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په تېرو درو ورځو کې د سپین بولدک له لارې تر ۳۲۰ زیاتې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګي چارو ریاست د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې د ورستنېدونکو کډوالو د نوملیکنې کمېټۍ د تخته پل ولسوالۍ په انځر ګل کیمپ کې ۳۲۲ کورنۍ ثبت کړې دي.

ریاست په بیان کې دا نه دي ویلي چې هغه کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته تللې دي که نه د پاکستان حکومت په زور ایستلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاندې کیرولاین ګلوک د ژمي پر مهال له پاکستانه د بې اسناده افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې وه.

نوموړې د ډېسېمبر پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري وضعیت وار له مخه خراب دی.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو تنظیمونو او سياسي ګوندونو د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو ستنولو پر ستنولو نیوکې کړي او په بیا بیا یې ورڅخه غوښتي چې هغه پرېکړه دې بېرته واخلي.

په اکتوبر میاشت کې هم ملګرو ملتونو په اعلاميه کې "له پاکستانه د افغانانو پر شړلو او ورسره پر ناوړه چلند، د هغوی نیول او د ملکیتونو او شخصي اثارو د ویجاړولو" پر راپورونو اندېښنه ښوولې وه.

سازمان پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ایستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ ټولو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر پر درییمه بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د نومبر پر لومړۍ د افغانانو د ایستلو بهیر پیل شو چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه په پېښور کې د پوځي افسرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې "ناقانونه" بهرنیان په جدي ډول د پاکستان امنیت او اقتصاد اغېزمنوي.

ده دعوه وکړه چې چارواکي "په ډېر احترام" بې اسناده بهرنیان، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ستنوي.

په خیبر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) چارواکي وایی چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG