د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران وايي روانه اوونۍ يې شاوخوا ۸،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي


له ايرانه ايستل شوي افغانان د افغانستان په هرات ولايت کې ـ پخوانی انځور
له ايرانه ايستل شوي افغانان د افغانستان په هرات ولايت کې ـ پخوانی انځور

د ایران یو پوځي چارواکي ویلي دي چې روانه اوونۍ په زرګونه بې اسناده افغانان له هغه هېواده ایستل شوي دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان سردار مجید شجاع د ډېسېمبر پر ۱۴مه اېرنا اژانس ته وویل چې روانه اوونۍ یې شاوخوا ۸،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدولي دي.

د اژانس په وینا چې په تېرو میاشتو کې له ایرانه څه باندې ۳۰۰،۰۰۰ بې اسناده افغانان ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په پیل کې پاکستان هم د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ډېسېمبر تر ۱۴مې، شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په وروستیو کې په جینیوا کې د کډوالو په اړه یوې غونډې ته په وینا کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بنسټونو په رغونه کې ونډه واخلي چې ورسره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG