د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه د مال وړونکو ګاډو پرمخ بېرته پرانيستل شوې ده


پر تورخم لاره سامان وړونکي ګاډي روان دي ــ انځور له ارشيفه
پر تورخم لاره سامان وړونکي ګاډي روان دي ــ انځور له ارشيفه

پاکستاني او په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې تورخم لاره د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره بېرته پرانیستل شوې ده.

په تورخم کې یو انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دا لاره د دواړوو خواوو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته خلاصه شوې ده.

نوموړي زياته کړې چې پاکستان د ډېسېمبر پر پينځمه پر خپله خاوره يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښت، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله. د نوموړي په وينا، لوحه يې اوس راښکته کړې ده، چې په اړه به يې نورې خبرې د دواړو هېوادونو سفارتي چارواکي کوي.

چارواکي زياته کړې چې دا لوحه په انګرېزي، اردو او روسي ژبو ليکل شوې وه چې پر يوه خوا يې پاکستان ته د "ښه راغلاست" او پر بله خوا يې د "خدای په امانۍ" ټکي ليکل شوي ول.

بل خوا د ډېسېمبر پر شپږمه، د تورخم هغې غاړې ته د طالبانو په حکومت کې د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ول، چې تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل د لوحې نصبولو په پلمه د تورخم دروازې په شاوخوا ۵۰ مېټرۍ کې بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې مخه ونیوله، خو پاکستاني لوري د تجارت پرمخ دروازه وتړله.

په تورخم کې د ډېسېمبر پر پينځمه ناوخته، د پاکستان له خوا لګول شوې لوحه، چې د جنجال لامل شوه.
په تورخم کې د ډېسېمبر پر پينځمه ناوخته، د پاکستان له خوا لګول شوې لوحه، چې د جنجال لامل شوه.

د تورخم دروازې تړل کېدو له وجې دواړو غاړو ته د سوداګریز مالونو وړل بند شول خو د خلکو تګ راتګ دوام درلود.

تر دې وړاندې د پاکستان وفاقي حکومت د نومبر پر ۲۱مه پر تورخم د هغو ډرېورانو لارۍ درولې وې چې د هغه هېواد ویزه یې نه لرله چې له کبله یې دواړو خواوو ته سلګونه ګاډي درېدلي ول.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

د تورخم دروازه د ډېسېمبر پر شپږمه په داسې حال کې تړل شوې وه چې له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ستنېدل دوام لري او د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې افغانستان ته تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان ستانه شوي دي.

افغانستان ته کډوال له بېلا بېلو لارو ستنېږي خو زیات هغه یې د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

د روان ۲۰۲۳ز کال د اګست پر پینځمه د پاکستان سرحدي ځواک او د طالبانو د سرتېرو ترمینځ تر شخړې وروسته د تورخم دروازه تر څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه. د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ناروغانو پاکستان ته د نه پرېښودو پر سر هم څو څو وارې تورخم دورازه تړل شوې او بیا خلاصه شوې ده.

XS
SM
MD
LG