د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټی وايي تر اوسه یې ۴۰۰،۰۰۰ بهرني وګړي له پاکستانه ستانه کړي دي


سرفراز بګټي وایي ګڼ بهرنیان په خپله خوښه له پاکستانه تللي دي - انځور له ارشیفه 
سرفراز بګټي وایي ګڼ بهرنیان په خپله خوښه له پاکستانه تللي دي - انځور له ارشیفه 

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي وايي، تر دې مهاله یې څه باندې ۴۰۰،۰۰۰ بهرني وګړي، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، له هېواده ستانه کړي دي.

د پاکستان ډان او جيو نيوز د نومبر په ۲۹مه خبر ورکړی چې سرفراز بګټي دا معلومات د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ته ورکړي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه له پاکستانه ۲۹۶،۰۰۰ کسان په خپله خوښه وتلي خو په اړه یې دا تاثر ورکول کېږي چې ګواکې هغوی په زور ایستل شوي دي.

خو نوموړي په خپلو خبرو کې دا واضحه نه کړه چې له پاکستانه ټول څومره بې اسناده افغانان ستانه شوي دي.

د پاکستان نګران حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې هغه هېواد دې پرېږدي که نه نو بیا به یې په زور باسي.

د حکومتي نېټې له پوره کېدو سره سم، د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا، د نومبر تر ۲۶مې ۴۲۱،۰۰۰ افغانان پر تورخم، چمن او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وایي چې د سږ کال تر پای به له هغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG