د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه: اسلام اباد دې د افغان ډرېورانو د ویزې ستونزه هواره کړي


د پېښور او ننګرهار ترمینځ پر لویه لاره له تورخم سره نېږدې یوشمېر مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.
د پېښور او ننګرهار ترمینځ پر لویه لاره له تورخم سره نېږدې یوشمېر مال وړونکي ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې له اسلام اباده غوښتي دي چې د مال وړونکو افغان ډرېورانو د ویزو ستونزه دې ژر هواره کړي.

د خونې مشر شاهد حسین د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې پاکستان له افغان ډرېورانو ویزه غواړي خو "په کابل کې سفارت ورته د ویزې ورکولو ځانګړی سهولت نه ورکوي."

د ده په خبره، له دې سره د مال وړونکو ډرېورانو مشکلات لا زیاتېږي نو ځکه دې د پاکستان سفارت په کابل کې هغوی ته د ویزې ورکولو لپاره ځانګړې څانګه پرانیزي او که داسې نه کوي نو هغوی دې راجسټر کړي او ورته دې کمپیوټري کارډونه ورکړي.

حسین زیاتوي چې دا مسله ژر هوارول ځکه ضروري ده چې بې له افغان ډرېورانو سوداګري شونې نه ده او د تجارت له اغېزمنېدو سره د پاکستان او افغانستان ګڼ مزدوران او ډرېوران بې روزګاره کېدای شي.

د پاکستان وفاقي حکومت د نومبر پر ۲۱مه پر تورخم د هغو ډرېورانو لارۍ درولې وې چې د هغه هېواد ویزه یې نه لرله چې له کبله یې دواړو خواوو ته سلګونه ګاډي درېدلي ول.

پر تورخم د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکو البته بیا پر هم هغه ورځ تر خبرو وروسته لاره پرانیسته او ټولو ډرېورانو ته یې د تګ اجازه ورکړه.

په تورخم کې د ګمرک (کسټم) ادارې مرستیال کلېکټر نجیب ارجمند د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د حکومت چارواکو په یوه غونډه کې په لنډمهالي ډول مال وړونکو ډرېورانو ته پر وره د اوښتو اجازه ورکړه خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او معلومه نه ده چې ایا د پاکستان حکومت به د افغان ډرېورانو لپاره د ویزې شرط نرم کړي او که نه له دې غوښتنې به نه په شا کېږي.

ارجمند د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي ول د پاکستان د امنیتي او حکومتي ادارو له خوا افغان ډرېورانو ته بغېر له پاسپورټ او ویزې پاکستان ته د اوښتو نېټه پر هم هغه ورځ پای ته رسېدلې وه.

پخوا به له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستانیو سوداګرو او ډرېورانو بې له ویزې د تګ راتګ اجازه لرله او دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

خو د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر په میاشت کې فيصله وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ به د دواړو خواوو خلک سفر په پاسپورټ او ويزه کوي او دا شرط یې د ډرېورانو او سوداګرانو لپاره هم کښېښود.

د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې پر تورخم عادي وګړو ته په سفري اسنادو د تګ راتګ اجازه ورکوي خو د نومبر له لومړۍ څخه یې په چمن کې هم په تذکرو او شناختي کارډونو سفر بند کړ.

د حکومت د دې پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې په چمن او د نومبر له ۱۷مې راهیسې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې احتجاجي ناستې روانې دي.

د پاکستان حکومت په اکتوبر کې د خپلې پرېکړې اعلان پر مهال ټولو سوداګرو او ډرېورانو ته د نومبر تر ۲۰مې پورې وخت ورکړ او و یې ویل چې تر دې وروسته به هغوی بې له سفري اسنادو سفر نه شي کولای.

په پېښور کې یو سوداګر کلیم الله وايي، پر تورخم د "مختلفو سختیو له وجې اوس زیات شمېر افغان سوداګر پاکستان ته نه راځي او د ایران منډیو ته یې مخه کړې [ځکه چې] ایران ویزه هم په اسانۍ ورکوي او ډېر سهولتونه ورکوي."

دی وايي، له دې ډول محدودیتونو سره خو پاکستان ته تاوان رسي او د پاکستان برامدات (صادرات) هم کمېږي.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونو ارقام ښيي چې تر ۲۰۱۲ز کال پورې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه نیم اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو سوداګري کېده خو اوس شاوخوا ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته ښکته شوې ده.

XS
SM
MD
LG