د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو بهیر دوام لري


یو افغان هلک په داسې حال کې چې کورنۍ یې کور ته ستنیږي له سامانونو ډکه لارۍ څخه ښکته کېږي ـ د نومبر دریمې انځور.
یو افغان هلک په داسې حال کې چې کورنۍ یې کور ته ستنیږي له سامانونو ډکه لارۍ څخه ښکته کېږي ـ د نومبر دریمې انځور.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير دوام لري او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خیبر ضلع کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکي ارشاد خان د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر تورخم دروازه ۲،۹۵۷ کډوال خپل هېواد ته ستانه شول. هغه وویل چې له دې سره د نومبر تر ۱۲مې پر تورخم د ستنو شویو کډوالو شمېر تر ۲۱۹،۰۰۰ ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۳۱مه بې اسناده بهرنیو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اسلام اباد ورکړی مهلت پای ته ورسېد چې تر هغې وروسته چارواکو د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.

په چمن کې د یو اېن اېچ سي ار څانګې ویلي چې هلته د نومبر تر ۱۱ نیټې د سپین بولدک پر دروازه افغانستان ته د اوښتو کډوالو شمېره ۸۵۰۰۰ ته پورته شوې ده.

په لنډي کوتل کې د کډوالو لپاره موقتي کیمپ جوړ شوی چې هلته کډوال ثبتېږي او بیا افغانستان ته ځي. په هغه کیمپ کې د خېر ښېګړی تنظیم الخدمت فاونډیشن کډوالو ته مفت خواړه ورکوي.

د پاکستان سرحدي او قبایلی چارو وزرات سیفران له خوا افغان کډوالو لپاره د پي او ار کارډ موده د ډیسمبر تر۳۱مې غځول شوې ده.

په پيښور کې پي او ار کارډ لرونکو یا راجسټر شویو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې پکار ده د دوی د ستنېدو په اړه ورته واضحه پالیسي اعلان شي او که دوی هم باسي نو پکار ده لږترلږه دوه کاله موده ورته ورکړل شي چې خپل کاروبارونه پکې راغونډ کړي او په افغانستان کې ځان ته سر پناه پیدا کړي.

په پیښور بورډ بازار کې یو دوکاندار طالب محمد مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې کور نه لري او دلته راجسټر شوی کډوال دی خو ویره لري چې دوی به هم و اېستل شي.

ده وویل، "که اوس مو زر وباسي نو بیا به د دې بې اسناده کډوالو په څېر په ډاګ دیره یو او تر شنه اسمان لاندې به ژوند تېروو، یخني ده او ماشومان مو دا نه شي زغملای."

اسناد لرونکو افغان کډوالو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې حکومتي چارواکو ویلي چې څه وخت پس به راجسټر یا اسناد لرونکي کډوال هم باسي.

که څه هم په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو کره شمیره نه ده معلومه خو پاکستاني چارواکي وایي چې هلته خوا وشا ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار ویلي چې په پاکستان کې خوا وشا ۱۳ لکه افغان کډوال پر پي او ار کارډ رجسټر شوي او اته لکه او ۴۰ زره بیا په افغان سیټیزن کارډ باندې ژوند کوي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک پاکستان ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

XS
SM
MD
LG