ميرخان مقری وايي نړيوال بايد افغان هنرمندان له پامه و نه غورځوي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان افغان سندرغاړی مير خان مقری دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او له تېرې یوې مودې راهيسې د عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي. مقری د خپلو کاروباري هلو ځلو ترڅنګ وخت په وخت سندرې هم جوړوي او پر خپل يوټيوب چینل يې خپروي. نوموړي په وروستیو کې "د شاه زلمو وطن" په نوم يوه نوې سندره خپره کړې. مقری وايي، له هغې راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هغه هېواد هنر او موسيقي له سختو چیلېنجونو سره مخامخ شوي. دی له همدې امله پر نړيوالو غږ کوي چې د افغانستان د فرهنګ ساتونکي له پامه و نه غورځوي. د مير خان مقري دا خبرې او یوشمېر سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري 27, 2025سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري 06, 2025ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري 30, 2025خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی