د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان: حکومت دې د افغان هنرمندانو له تنګولو ډډه وکړي


د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته د تهکال تاڼې پوليسو څلور افغان هنر مندان په ناقانونه توګه په پاکستان کې د اوسیدو په تور نيولي ول چې د هنر مندانو او فعالانو تر احتجاج وروسته په ضمانت خوشي شول.
د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته د تهکال تاڼې پوليسو څلور افغان هنر مندان په ناقانونه توګه په پاکستان کې د اوسیدو په تور نيولي ول چې د هنر مندانو او فعالانو تر احتجاج وروسته په ضمانت خوشي شول.

د خيبر پښتونخوا د هنرمندانو اتحاديې له حکومته غوښتنه کړې ده چې پولیس دې په صوبه کې د میشتو افغان او پښتنو هنرمندانو ځورونې بندې کړي ګني دوی به پر احتجاج مجبور شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۱۱مه د شپې ناوخته د پېښور په خيبر سپر مارکيټ کې د هنرمندانو له دفترونو پولیسو یو افغان هنرمند کامران له خپلې ريکارډنګ سټوډیو ونيوی.

د خيبرپښتونخوا د هنرمندانو د اتحاديې مشر راشد خان د جون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې په پښتونخوا کې د پولیسو له خوا د هنرمندانو ځورونې زیاتې شوې دي.

ده وویل، "بېګا د شپې ۱۱بجې په خيبر سپر مارکيټ کې چې ګڼ شمیر ریکارډنګ سټوډيوګانې دي، هلته یو افغان هنر مند چې کامران نوميږي او درې ورځې مخکې پاکستان ته راغلی دی، او قانوني اسنادو سره سره د هنري ټولنې غړی هم دی، د ګلبرګ تاڼې پولیسو د هغه پر دفتر بغیر له څه تلاشۍ د وارنټ چاپه ووهله او هغه يې له ځانه سره بوتلو."

راشد خان زیاته کړه چې کله دوی په هغه پسې تاڼې ته ورغلو نو خوشې يې کړو.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان له هنر مندانو سره داسې پیښې له هغې وروسته زیاتې شوې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی دی.


د پولیسو لخوا د نیول شوي افغان موسیقار او طبله غږونکي کامران نه مو د دې پیښې په اړه وپوښتل نو هغه وويل چې په پاکستان کې په قانوني توګه د اوسیدو اسنادو لپاره يې درخواست جمع کړی دی.

ده وویل، "ماسره پي او آر کارډ شته، هغه مې [پولیسو] ته وښودلو ، خو پولیسو ویل دا څه دي او وې ويل چې ګاډي ته وخيژه، تاڼې ته يې بوتلم او بیا يې حوالات کې بند کړم."

مشال راډيو په دې اړه د ګلبرګ تاڼې ایس ایچ او اسلام شاه سره په بیا بیا رابطه وکړه خو هغوي په دې اړه څه ونه ویل، البته د پیښور د پوليسو مشر اعجاز خان د جون پر ۱۲مه مشال راډیو سره په خبرو کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې د پیښور د پوليسو لخوا له هنر مندانو سره توپيري چلند کيږي.

ده وویل، "هنر مندانو سره د هنر له وجې د چا هیڅ کار نشته، د دا ډول چاپو دې سره تړاو نشته چې څوک هنر مندي کوي نو په هغه به چاپه وهل کيږي، داسې هیڅ خبره نشته، که څوک دا یوه چاپه یادوي نو بیګا پولیسو داسې ډيرې نورې چاپې هم وهلې دي چې هغه د مجرمينو خلاف وې."

اعجاز خان زیاته کړه چې هلته به هرو مرو څه ستونزه وه ، څه جنګ جګړه به وه یا به چا پوليسو ته شکايت کړی وو.

ده زیاته کړه، "تر کومه چې د پي او آر کارډ خبره ده نو موږ دغه کارډ لرونکو سره لکه د پاکستاني وګړو چلند کوو، او که چاسره نه وي نو دا د قانون خلاف ورزي ده ، که هغه هنرمند وي او که عام کس وي د هغه خلاف موږ کارروايي کوو."

د خیبر پښتونخوا د کلتوري چارو وزیر شوکت یوسفزی
د خیبر پښتونخوا د کلتوري چارو وزیر شوکت یوسفزی

د خيبر پښتونخوا د کلتور صوبايي وزیر شوکت يوسفزي د جون پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې د دوی د وزارت دا هڅه ده چې هنر مندان په ازاد مټ خپل هنر سره تړلي پاتې شي.

ده زیاته کړه، "د هنر او موسيقۍ هیڅ پولې نه وي، دا هنر مندان موږ ټولو لپاره د قدر وړ دي، زه به څو ورځو کې په دې لړ کې د پوليسو د صوبې د مشر د داخله چارو د سیکرټري او د هنر مندانو د ټولنې سره یوه غونډه جوړه کړم او په هغې کې به داسې څه طریقه کار وضعه کړو چې د ملکي قانون خلاف ورزي هم ونه شي او هنر مندانو ته هم څه ستونزې نه وي."

شوکت یوسفزي وویل چې که پولیس دوی هسې تنګوي نو د هغوي پرضد به کارروایايي کوي‌.

په افغانستان کې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو حکومت راغلی نو ګڼ شمیر هنر مندانو خيبر پښتونخوا ته کډه کړې ده.

تر دې وړاندې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته د تهکال تاڼې پوليسو څلور افغان هنر مندان په ناقانونه توګه په پاکستان کې د اوسیدو په تور نيولي ول چې د هنر مندانو او فعالانو تر احتجاج وروسته په ضمانت خوشي شول.

پاکستان له ۲۰۱۶ز کال راهیسې هلته ورتلونکو افغانانو ته د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي کړي دي او له دې پرته خلکو ته پر پوله د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG