د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهېر بیا پیلېږي


افغان کډوال په امریکایي الوتکه کې. انځور- ارشیف
افغان کډوال په امریکایي الوتکه کې. انځور- ارشیف

امريکا ته به د افغان کډوالو د لېږدولو بهير د دې اوونۍ په پای کې د شري واکسين تر کولو وروسته يوځل بيا پيل شي.

په کډوالو کې د شري ناروغي د خپرېدو له امله په اروپا او مینځني ختيځ کې د افغانانو د موقتي ساتنې له ځايونو څخه امريکا ته د افغانانو ورسولو بهیر درېدلی وو.

د امريکا کورني امنيت وزارت د اکتوبر پر څلورمه وويل چې د دغه هېواد په پوځي مرکزونو کې په موقتي ډول ميشته له ۴۹۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته یې د شري، پاژخولک (تر غوږو لاندې د غاړو پړسېدل) او کڅوک واکسين کړي دي.

د اروپا او مینځني ختيځ په موقتي ځايونو کې هم په زرګونو افغانانو ته هغه واکسین کېږي چې امريکايي وګړي يې په ماشومتوب کې کوي.

امريکا ته د رسمي ننوتلو لپاره شرط دا دی چې افغانان د پولیو، کورونا، شري او نور اړین (د عمر مطابق) واکسين وکړي.

د اګست په نيمايي کې د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته، په زرګونه افغانان او امريکايان د دوو اوونیو د کارروايي په نتيجه کې وایستل شول. کله چې افغان کډوال اروپا او مینځني ختيځ کې پوځي مرکزونو ته رسېدل پيل شول نو تر ۲۴ زیات د شري کيسونه مخې ته راغلل.

شری د نړۍ يوه زیاته مکروبي او ساري ناروغي ده. د امريکا د کسټم او سرحدونو د خوندي ساتنې ادارې له همدې امله د سېپټېمبر پر ۱۰مه د افغان کډوالو پروازونه ودرول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG