د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د کابل واده تالارونو ته امر کړی چې سندرې خپرې نه کړي


د افغانستان نومیالۍ سندرغاړې وجیهه د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر ۲۰ په کابل کې د پروګرام پرمهال.
د افغانستان نومیالۍ سندرغاړې وجیهه د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر ۲۰ په کابل کې د پروګرام پرمهال.

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل کې د ودونو تالارونو ته امر کړی چې د سندرو له خپرولو کلکه ډډه وکړي.

د طالبانو د امرباالمعروف وزارت چارواکو د هوټلونو له مالکانو سره په لیدنه کې هغوی ته ویلي چې په جدي توګه دا امر عملي کړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې موسیقي په اسلام کې د دوی په خبره جواز نه لري نو ځکه اجازه نه ورکوي چې په ودونو کې سندرې خپرې شي.

تېر کال هم طالبانو د هوټولو مالکانو ته سپارښتنه کړې وه چې له موسیقۍ ډډه وکړي، خو دا حکم د راپورونو له مخې په هر ځای کې پلی نه شو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، ډېرو هنرمندانو او ساز غږوونکو افغانستان پرېښود او په غربي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه وکړه.

هغوی چې په افغانستان کې پاتې هم دي له سختیو او محدودیتونو سره مخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG