د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلک وايي ناامنیو بیا کډوالۍ ته اړ کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي هلته د ناامنیو، هدفي بریدونو او د وسله والو فعالیتونو په پله پسې ډول زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د سیمې خلک وايي، د ناامنۍ پېښو یو وارې بیا خلک اړ کړي چې کډې په اوږو کړي او له شمالي وزیرستانه د باندې خوندي ځایونو کې ژوند پيل کړي.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د جولای پر پنځمه په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي وو. دا ځانمرګی برید د چارواکو په وینا د حمیدالله شهید په نوم له پوستې سره نږدې شوی وو. په وژلو شویو کې درې پوځیان او یو ماشوم شامل وو.

روان کال په شمالي وزیرستان کې دغه څلورم ځانمرګی برید وو. د دې راپور تر جوړېدو پورې د برید ذمه واري چا نه وه قبوله کړې. تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې نهه ځانمرګي بريدونه شوي ول.

د میرلي یو ړنګ ښوونځی
د میرلي یو ړنګ ښوونځی

د دې ترڅنګ په ۲۰۲۳م کال کې يه شمالي وزیرستان کې ۲۳ هدفي بریدونه هم ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۳۰ ځايي ځوانان او مشران وژل شوي وو.

شفقت داوړ چې د شمالي وزیرستان په میرلي بازار کې یې خپل دوکان درلود، د بدامنۍ له وجې یې خپل دوکان ختم کړی او اوس په پنجاب کې ژوند کوي او هملته یې ځان له کاروبار پیل کړی دی. هغه وايي، ټوله کورنۍ یې له ځانه سره پنجاب ته نشوای لېږدولې نو اوس د هغوی ژوند ته اندېښمن دی.

نوموړی وايي: "د ضرب عضب له عملیاتو وروسته تر څه مودې پورې حالات ښه وو، په سیمه کې امن وو، تعلیمې ادارې فعالې وي، کاروبارونه روان وو خو په دې وروستیو کې یو وارې بیا ځانمرګي او هدفي بریدونه زیات شوي نو خلک د ځان د ژغورنې په اړه اندېښمن دي."

نوموړی وايي، وزیرستانۍ میندې له مجبورۍ خپلو بچو ته وايي چې د بدامنۍ له وجې دې نورو سیمو ته ولاړ شي څو له جنګونو په امان پاتې شي. نوموړی زیاتوي، همدا وجه ده چې د شمالي وزیرستان اکثره ځوانان، د پاکستان په ځینو نورو ښارونو، همدا رنګه په سعودي او متحده عربي اماراتو کې ژوند او کاروبار کوي.

له بنو شمالي وزیرستان ته د پاکستان د پوځ یو ګاډی روان دی: انځور له ارشیفه
له بنو شمالي وزیرستان ته د پاکستان د پوځ یو ګاډی روان دی: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي ول چې زیاتره یې ستانه شوي دي او ځینې لا هم کډوال دي.

د میرلي یو بل اوسېدونکي د نوم د پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د هغوی په سیمه کې وسله وال په رڼا ورځ ګرځي او خلک په نخښه کوي، ورته ګواښونه کوي چې له وجې یې د ولسي خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی خبریال او شنونکی ناصر داوړ وايي، د ضرب عضب له عملیاتو وروسته تر دوو کلونو پورې د هغوی په سیمه کې مثالي امن قایم وو خو له ۲۰۱۸م کال راهیسې یو وارې بیا هلته ځانمرګي بریدونه، جنګونه او هدفي بریدونه پیل شوي دي چې لا تر اوسه دوام لري.

نوموړی وايي:

"په ضرب عضب عملیاتو کې وسله والو ته زیات تاوان رسېدلی وو، د هغوی فعالیتونه تږدې ختم شوي ول خو تېر حکومت چې له طالبانو سره بیا مذاکرات پیل کړل نو ورسره سم بدامني بیا پیل شوه. د مذاکراتو نه پس وسله وال د خیبر پښتونخوا هرې ضلعې ته ورسېدل او بیا منظم شول."

ناصر داوړ وايي پخوا به په دوه درې ورځو کې یو وار چېرته د وسله والو د فعالیتونو خبرونه مخې ته راتلل اوس هره ورځ وسله وال فعالیت ښايي او د ګڼو بریدونو مسوولیت قبلوي. نوموړی زیاتوي که حالات دا ډول روان وي، نو په وزیرستان او نورو پښتون مېشتو سیمو کې به هېڅوک کاروبار ته زړه ښه نه کړي.

په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ خلاف ځايي ولس وخت په وخت مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي او له حکومت او پوځ نه یې د امنیت د ټینګولو غوښتنه کړې ده. خو د پوځ او حکومت لوړپوړو چارواکو په وار وار ویلي چې د وسله والو پر ضد یې عملیات کړي او د امنیت د ټینګښت لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې یو لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، پوځ د روزانه په بنیاد د وسله والو خلاف عملیات کوي چې په ترڅ کې یې وسله والو ته د هغه په وینا درنه مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG