د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وفاقي حکومت د ناقانونه افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده


د سیند صوبې لوړ پوړي چارواکي وايي، د پاکستان مرکزي حکومت په هېواد کې د هغو افغان کډوالو د ستنولو پرېکړه کړې چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري او د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر بریګیډیر حارث نواز د سېپتېمبر پر ۱۱ مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې په پاکستان کې هیچا ته په ناقانونه توګه د اوسېدو اجازه نشي ورکولای.

ټیسوري خبریالانو ته وویل'' هغه افغانان چې له مودې راهیسې دلته ژوند کوي، بايد چې بېرته خپل هېواد افغانستان ته ولاړ شي. حکومت پوليسو او ټولو ادارو ته د ناقانونه افغان وګړو د نيولو لارښوونه کړې ده او هغوی په سیند او ټول هېواد کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.''

پولیس وایي، د سېپتېمبر له نهمې راهیسې یې په ناقانونه توګه په کراچۍ کې میشت ۲۵۶ کسان نیولي دي.

د کراچۍ پوليسو وياند سهيل جوکيو مشال راډيو ته وويل چې نیول شوي کسان یې د ۱۴ فارن اېکټ د قانون لاندې نیولي او مقدمې یې پرې درج کړې دي.

دا راز د سیند رینجرو په یو بیان کې ویلي چې له بلوچستانه سیند ته داخلیدونکي لار حب چوکۍ باندې یې ۴۱ افغانان نیولي دي. په بیان کې راغلي چې په نیول شویو کې د ۲۵ کسانو د قانوني اسنادو موده ختمه شوې وه او د پاتې هغو سره هیڅ اسناد نه ول.

نيول شوي افغانان د سېپتېمبر پر ۱۱ مه د سټي کورټ او ملير عدالتونو ته وړاندې کړل شو او عدالت یې زندان ته د لېږلو حکم وکړ.

په کراچۍ کې دنيول شوو افغانانو وکيله منیزه کاکړ دعوه کوي، پوليسو قانوني اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي.

کاکړې د سېپتېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې نن هم زياتره هغه افغانان عدالتونو ته وړاندې کړل شو ،چې له دې وړاندې هم پوليسو د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي ول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال نهه لکه رجسټر شوي او له څلورو تر پینځه لکو پورې نارجسټر افغان کډوال میشت دي.

چارواکي وایي چې د زیاترو کډوالو د اسنادو موده سږ کال په جون کې پای ته رسېدلې خو د جون پر ۲۰مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پوليسو او ټولو ادارو ته لارښوونې کړې وې چې پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې د کارډونو موده يې د جون پر۳۰ مه پای ته رسېدلې ده، د نوو کارډنو جوړېدو يا په دې اړه د پرېکړې پورې دې افغان کډوال نه نېسي او نه دې ځوروي.

دکراچۍ افغان کيمپ کې د کډوالو مشر ګلدين بېګ مشال راډيو ته وويل، پوليسو د افغان کډوالو دنيولو ناقانونه لړۍ پيل کړې او دې اقدام کډوال سخت اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قيصر اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې افغان کډوالو د کارډونو مودې غځولو په اړه یې د پاکستانیو چارواکو سره خبرې روانې دي خو تر اوسه څه فيصله نه ده شوې.

په کراچۍ کې د تېر کال جون راهیسې نېږدې ۳۰۰۰ افغانان پولیسو نیول ول چې ځینې یې د څو میاشتو بند تېرو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز کال راهیسې مېشت دي. پر دې سربېره په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شو. په وروستیو کې په نیول شویو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG