د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي ۶۰ افغانان يې د نشه يي توکو ساتلو او قاچاقولو په تور نيولي


 د کوټې سره نېږدې د مخدره موادو ضد ځواک یو غړی د ضبط شویو نشه یي توکو د سوځولو پر مهال. پخوانی انځور.
د کوټې سره نېږدې د مخدره موادو ضد ځواک یو غړی د ضبط شویو نشه یي توکو د سوځولو پر مهال. پخوانی انځور.

د بلوچستان حکومت وايي چې ۶۰ افغانان یې د نشه يي موادو د "ساتلو او قاچاق" په تور نيولي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي د سيپتمبر پر ۱۰ مه، په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې دا کسان په تېرو دوو ورځو کې په قلعه عبدالله او پشین کې نيول شوي دي. هغه دعوه وکړه چې په تېرو پينځو کلونو کې په لومړي ځل دومره لوی عمليات شوي چې پهکې یې ۱۱ کيلو چرس، ۹۲ کيلو ايفيډين او ۱۶ کيلو ايس نيولي دي.

د نوموړي په وينا، په عملياتو کې يې پر ۷۰ جریبه ځمکه د کوکنارو کښت ختمولو سربیره، په سېمه کې د نشه يي توکو ۴۸کارخانې نړول شوي دي. د ده د دې دعوو په خپلواله توګه تصديق ونه شو او نه هم د نیول شوو کسانو د کورنيو کوم دريځ مخې ته راغلی دی، البته تر دې وړاندې هم يوشمېر افغانان په ورته تورونو نيول شوي دي.

خو کله نه کله په پاکستان کې مېشت افغانان او بشري حقونو سازمانونه پر حکومت تور پورې کوي چې افغان کډوالو په مختلف پلمو نیسي او ځوروي خو حکومت بیا تل ويلی چې دوی هرڅه له قانون سره سم کوي.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې امنيتي ځواکونه وخت په وخت پله پاکستانيو وګړو څخه هم په لوي مقدار کې د نشه يې توکو دنيولو دعوې کړې دي. دپاکستان کوسټ کارډ ،ای اېن اېف او ميري ټايم سيکورټي ايجنسي وار په وار ادعاوې کړې چې نشه يې توکي د افغانستان او ايران څخه دپاکستان له لارې بهرنیو هېوادونه ته لېږدول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG