د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان مشران وايي امن لښکرو جوړېدو ته تیار نه دي


عالمزېب مسيد وايي چې د پاکستان ايين هغوی ته د وسلوالو لښکرو جوړولو اجازه نه ورکوي. پخوانی انځور
عالمزېب مسيد وايي چې د پاکستان ايين هغوی ته د وسلوالو لښکرو جوړولو اجازه نه ورکوي. پخوانی انځور

په يوه جرګه کې مشرانو  وويل چې مسيد قام د امن لښکر جوړولو ته چمتو نه دی او په سيمه کې د امن راوستلو ذمه واري د حکومت ده.

د جنوبي وزيرستان درې مسيد مشرانو او فعالانو د "امن لښکرو" جوړولو مخالفت کړی دی.

د اګست پر ۳۰مه د بر جنوبي وزيرستان په مولا خان سرای سيمه کې په يوه جرګه کې مشرانو وويل چې مسيد قام د امن لښکر جوړولو ته چمتو نه دی او په سيمه کې د امن راوستلو ذمه واري د حکومت ده.

زموږ پر خاوره چې کومه بدامني ده، د هغې ختمول د دوی [حکومت] ذمه واري ده
عالمزېب مسيد

د جرګې يو ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسيد تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان ايين هغوی ته د وسلوالو لښکرو جوړولو اجازه نه ورکوي.

"موږ [له حکومته] د پاکستان د ايين مطابق امن غواړو. خو چې زموږ څخه غلطې غوښتنې کېږي چې تاسو ټوپک راواخلئ او امن لښکر يا امن کمېټيانې جوړې کړئ او زموږ حفاظت وکړئ، دا هېڅکله د منلو وړ نه ده. بلکې زموږ پر خاوره چې کومه بدامني ده، د هغې ختمول د دوی [حکومت] ذمه واري ده، ځکه دوی ته د دې تنخا ورکول کېږي او دوی به امن راجوړوي."

د سيمې مشرانو ادعا وکړه چې ځينو پوځي مشرانو له هغوی څخه د امن لښکر جوړولو غوښتنه کړې وه، خو البته پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان ډېپټي کمېشنر اشفاق خان مشال راډيو ته ويلي چې په هغه ضلع کې پوځ او پوليس د امن راوستلو لپاره ګامونه پورته کړي دي. د درې مسيد جرګې مشرانو مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې د امن په اړه به د هغوی بله جرګه د سېپټېمبر پر ۱۰مه په سره راغه کې کېږي.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې شاوخوا دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل، نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې.

حکومت هغوی ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي. د دې په غبرګون کې وسلوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، پر هغو لښکرو او د کمېټۍ پر مشرانو او غړو بریدونه کول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

تر دې وړاندې د خيبر ضلع مشرانو د خیبر ضلعې د تيرا او باړې قومي مشرانو پرېکړه کړې وه چې هېڅوک په سیمه کې د "امن لښکرو" جوړولو ته نه پرېږدي

دوی ويلي ول چې ځايي ولس ته د امن لښکرو اجازه نه شته ځکه چې پخوا د هغو لښکرو جوړولو او وسلو اخیستو ولس ته خورا زیات زیان رسولی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG