د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګیس لپاره د شمالي وزيرستان د خلکو احتجاج دوام لري


د شمالي وزيرستان ميرانشاه ته تللې لاره (انځور له ارشيفه)
د شمالي وزيرستان ميرانشاه ته تللې لاره (انځور له ارشيفه)

د شمالي‌وزيرستان خلکو په ګیس کې د خپلې ونډې ترلاسه کولو لپاره په بنو کې خپل احتجاج د سپتمبر په ۱۳مه هم جاري ساتلی دی.

دا پرلت د جولای په ۲۴مه په بکاخېلو کې پیل شوی دی او پرلتوال غوښتنه کوي چې په شوه سیمه کې په موندل شوي ګیس کې دې د شمالي وزیرستان اوسېدونکو ته د نوکریانو او خرڅلاو په برخه کې خپله ونډه ورکړل شي.

د پرلت یو منتظم ګوهر وزیر د سپتمبر په ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې لومړی دې د شمالي وزیرستان اوسېدونکو ته په ګیس کې خپله ونډه ورکړل شي او بیا دې پاتې ګیس د پاکستان نورو برخو ته ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې د دوی د احتجاجي پرلت ختمولو لپاره پرې فشار دی خو زياتوي چې ترخپلو غوښتنو منلو پورې یې نه ختموي.

هغه وويل: "دوی فکر کوي چې دا کسان به وویرېږي او له احتجاجي کېمپه به ولاړ شي. خو موږ به دا احتجاج یوازې هغه وخت ختموو چې د ګیس د جوړولو کارخانه (ریفاینري) په شمالي وزیرستان، بنو او یا لکي مروت کې ولګول شي ځکه که دا کارخانه په میانوالي کې جوړېږي، دا به د شمالي وزیرستان له اوسیدونکیو سره ډیره لویه ناانصافي وي."

ګوهر وزیر وايي چې له دوی سره تراوسه د شمالي وزیرستان ډپټي کمیشنر، د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر لیدلي او ورته یې د غوښتنو منلو لپاره د هلو ځلو ډاډ ورکړی وو خو د ده په خبره، تراوسه یې غوښتنې نه دې منل شوې.

د روان کال د جون په لومړۍ نېټه ماړي پیټرولیم کمپنۍ په خپله ویبپاڼه لیکلي ول چې د شمالي وزیرستان د شوې سیمېپه غرونو کې یې ګیس موندلی دی. کمپنۍ زیاته کړې وه چې له هغه سیمې څخه هره ورځ ۲۵ میلیونه مکعب فوټه ګیس ایستل کېدای شي چې د پاکستان د ګیس د ضرورت ۱۵ فيصده برخه پوره کولای شي.

په شمالي وزیرستان کې مدني فعال جمال داوړ وايي چې دا ضلع د پوځي عملیاتو او ناامنۍ له وجې ډیره زیانمنه شوې او خلک یې مالي مشکلات لري. نوموړي زیاته کړه چې حکومت نه خو په شمالي وزیرستان کې ترقیاتي کارونه کوي او نه هم د دې سیمې خلکو ته په خپلو وسایلو اختیار ورکوي.

هغه زیاته کړه: "شمالي وزیرستان ته بېلابېلې کمپنۍ راغلي دي او د معدنیاتو په رااېستلو لګیا دي خو د ځايي خلکو پکې هېڅ برخه نشته. په کومه علاقه کې چې قدرتي وسایل وي، لومړۍ حق پرې د هغه ځای د اوسېدونکو وي، بیا نورو سیمو ته ورکول کېږي خو دلته لوبه سرچپه ده. د ګیس په پایپ لاین کار شروع دی او دا دوی میانوالي ته او بیا به له میانوالي څخه نورو سیمو ته تقسیمېږي. نو تاسو ووایئ چې له میانوالي به موږ ته څه برخه ورسي."

مشال راډيو پر دې مسله د شمالي وزیرستان ډپټي کمیشنر شاهد علي خان سره د خبرو کوښښ وکړ خو هغه "د مصروفیت له وجې" خبرې ونکړای شوې. البته په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ وویل چې د قدرتي ګېس په اړه د پرلتوالو غوښتنې یې اړونده چارواکو ته رسولي او ډیر ژر به پرې د اسمبلۍ د قایمه کمیټۍ غونډه کېږي.

هغه د سپتمبر په ۱۲مه مشال راډيو ته وويل:‌ "موږ په دې اړه یو لیک هم په قامي اسمبلۍ کې جمع کړی، په تفصیل سره پرې بحث هم شوی نو د بحث په اخره کې د هغه وخت سپېکر امر وکړ چې دا خبره دې یقیني شي چې ګیس دې لومړۍ هم هغه علاقې ته ورکړي. دا مسله اوس متعلقه قایمه کمیټۍ ته تللې ده، خو د هغوی غونډه لا نه ده شوې. چې کله هم غونډه کېږي نو زه به هم پکې یمه او د ځايي خلکو استازیتوب به کومه. خو چې دې لړ کې څه هم فېصله کېږي، هغه به تر قواعدو لاندې وي."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون پر اوومه امر کړی وو چې په شمالي وزیرستان کې موندل شوی ګیس دې په سمدستي توګه خلکو ته ورکول یقیني شي. نوموړي زیاته کړې وه چې د دې ګیس ګټه باید لومړی ځايي خلکو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG