د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت علي وزیر پولیسو ته سپارلی او ایمان مزارۍ په عدالتي تحویل کې زندان ته استولې


پولیسو نه دي ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي خو هغوی د اګست پر ۱۸مه د پي ټي اېم جلسې ته په وینا کې پر پوځ نیوکې کړې وې - د اګست ۱۸مې انځور.
پولیسو نه دي ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي خو هغوی د اګست پر ۱۸مه د پي ټي اېم جلسې ته په وینا کې پر پوځ نیوکې کړې وې - د اګست ۱۸مې انځور.

د اسلام اباد یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی او د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ یې د تحقیقاتو لپاره په عدالتي تحویل کې زندان ته استولې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د اسلام اباد پولیسو د اګست پر ۲۰مه سهار مهال د دواړو د ګرفتارۍ خبر ورکړ.

د وزیر او مزارۍ د وکیلانو ډلې مشال راډیو ته وویل چې هغوی چې د اګست پر ۲۰مه عدالت ته وړاندې شول نو پولیسو ورڅخه وغوښتل چې د پینځو ورځو لپاره دې یې ورته وسپاري چې ورڅخه پلټنې وکړي.

خو د اسلام اباد عدالتي مجسټرېټ احتشام عالم خان وزیر ورته تر دوو ورځو لپاره وسپاره او ایمان مزارۍ یې د سېپټېمبر تر دویمې پورې د پلټنو لپاره په عدالتي تحویل کې زندان ته واستوله.

تر دې مخکې د اسلام اباد پولیسو د اګست پر ۲۰مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، لیکلي ول چې دواړه کسان پولیسو ته "د پلټنو لپاره مطلوب ول او ټوله کاروايي له قانون سره سمه کېږي."

پولیسو هغه مهال په بیان کې نه ول ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي دي خو دواړو د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ځواکونو انتقاد کړی وو.

خو بي بي سي اردو وايي چې پولیسو پر دواړو په وروستۍ جلسه کې تر وینا وروسته په مقدمو کې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې شاملې کړې دي او پر هغوی یې د بغاوت تورونه هم پورې کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ ادریس پښتین د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د علي وزیر تر څنګ د غورځنګ شپږ نور مخکښه غړي هم نیول شوي دي.

دی وايي چې پولیسو ورته د ګرفتاریو دلیل نه دی ښوولی.

ایمان مزارۍ د اګست پر ۲۰مه شپې ناوخته پر اېکس لیکلي دي چې "نااشنا کسان یې د کور [څارګرې] کیمرې ماتوي، ور یې ډباوه او بیا پر دروازې وراوړي."

د پاکستان د بشري حقونو چارو پخوانۍ وزیرې او د تحریک انصاف پخوانۍ مشرې شیرین مزارۍ هم ویلي دي چې پولیس او په "ساده جامو کې یوشمېر نور کسان" ورغلي ول او د دې لور "ایمان مزارۍ یې له ځان سره یوړه."

مزارۍ پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې هغو کسانو یې د کور دروازه ماته کړې او ورته یې د لور د ګرفتارۍ دلیل نه دی وړاندی کړی او ورسره د ایمان مزارۍ د نیولو امر (وارنټ) نه وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د مزارۍ ګرفتاري "غندلې" ده او پر اېکس یې په بیان کې لیکلي دي چې په هغه طریقه چې د اسلام اباد پولیس د هغې کور ته ورننوتي او له دعوې سره سم وارنټ یې هم نه درلود، د منلو وړ کار نه دی."

کمېشن د اګست پر ۲۰مه په بیان کې له پولیسو غوښتي دي چې مزارۍ دې "سمدستي او بې له شرطه خوشې" کړي.

د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن په خبر کې ویلي دي چې د بشري حقونو وکیلې ایمان مزارۍ د اګست پر ۱۸مه د پي ټي اېم جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو سختې نیوکې کړې وې.

هغې ویلي ول چې "اصلي ترهګر د پوځ په مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) کې ناست دي" او زیاته کړې یې وه چې د پوځ پر ادعاوو سربېره په قبایلي سیمو کې وسلوالو بیا سر پورته کړی دی او "ناامني لا پسې زیاتېږي."

پوځ د مزارۍ او وزیر د نیوکو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر روانه میاشت د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې امنیتي ځواکونو د هېواد امنیت لپاره قربانۍ ورکړې دي او ورته دوام ورکوي.

منیر په جولای کې هم په ویناګانو او بیانونو کې ټینګار کړی وو چې د ترهګرۍ پرضد یې مبارزې ته دوام ورکړی دی او د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG