د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک او چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۳ فعالان ګرفتار شوي دي


منظور پښتین په هرنايي کې د پي ټي اېم جلسې ته وینا کوي - د جولای ۳۰مې انځور.
منظور پښتین په هرنايي کې د پي ټي اېم جلسې ته وینا کوي - د جولای ۳۰مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې درې مخکښه فعالان نیول شوي.

په همدې حال کې ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند ویلي دي چې یو سیاسي فعال یې خوشې شوی دی.

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړي عین الله د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ټانک ښار تاڼې پولیسو د اګست ۱۳مې پر ماخوستن د غورځنګ یو غړی زوهېب پښتین له خپل کوره نیولی دی.

دی وايي، پښتین د شپې تر ناوخته پورې په هغه تاڼه کې وو خو وروسته بیا د استخباراتي ادارو کارکوونکو له هغه ځایه بیولی دی.

عین الله زیاتوي چې پولیسو ورته رپورټ نه دی ښوولی چې پښتین یې په کوم تور نیولی دی.

خو د ټاک د ښار یا سټي تاڼېدار افتاب عالم د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې نوموړی ((پولیسو ته مطلوب)) وو نو ځکه یې نیولی دی خو دا یې روښانه نه کړه چې هغه په کوم تور نیول شوی دی.

ده زیاته کړه چې تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې پښتین به کله عدالت ته وړاندې کېږي.

عالم له دې پرته له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

بلوچستان کې د غورځنګ فعالانو ګرفتاري

په همدې حال کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پي ټي اېم د چارو همغږي کوونکي اویس ابدال د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ پولیس د غورځنګ دفتر ته ورغلل او له هغه ځایه یې د مرکزي کمېټی غړي ذوالقرنین باچا او حسین اغا ګرفتار کړل.

دی وايي چې دی خپله او د غورځنګ بل غړی فدا محمد قبایل هم د پولیسو په مقدمه کې نومول شوي او هغوی یې د نیولو لپاره چاپې وهي.

د ابدال په خبره، پر دوی د اګست پر لومړۍ نېټه په چمن کې د پي ټي اېم تر غونډې وروسته مقدمه دایره شوې.

موږ چې د چمن د پولیسو له مشر نعیم اڅکزي سره رابطه وکړه نو هغه راته وویل چې د غورځنګ یو غړی یې هم نه دی نیولی.

ده وویل، د غورځنګ هېڅ غړی د چمن په تاڼه کې بندي نه دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پښین کې جلسه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

تر اوسه معلومه نه ده چې په ټانک او چمن کې پر ګرفتارو شویو فعالانو څه تورونه پورې شوي دي.

خو د اګست د لومړۍ نېټې تر غونډې وروسته د چمن ښار په تاڼه کې د غورځنګ مشرانو او فعالانو پرضد په دایره شوې مقدمه کې، چې مشال راډیو یې نقل ترلاسه کړی دی، د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اکثر فعالان په همدې تورونو ګرفتارېږي.

پي ټي اېم پر خپلو مشرانو او فعالانو لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پښتنو د حقونو لپاره یې مبارزه سوله ییزه او د پاکستان له قانون سره سمه ده.

تر دې مخکې هم په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي ګرفتار او زنداني شوي دي.

د غورځنګ مشران وايي چې د حکومت دا کړنې غیرقانوني دي او دوی به د پښتنو په سيمو کې د ترهګرۍ خلاف، د امن او د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

د اېن ډي اېم غړي خوشې کېدل

په همدې حال کې ملي جمهوري غورځنګ ګوند ویلي دي چې په ټانک کې یې نیول شوی سیاسي فعال زین الله مسید خوشې شوی دی.

په هغه ښار کې د اېن ډي اېم یو غړي علي خان مشال راډیو ته وویل چې دی د اګست پر ۱۳مه ماښام مهال په صدر تاڼې کې ناست وو او پولیسو مسید په ګاډي کې وروست او خوشې یې کړ.

دی وايي، نه دی خبر چې پولیسو هغه چېرې بیولی وو او تر دې مخکې یې د هغه له ګرفتارولو هم بې خبري ښوولې وه.

علي خان زیاتوي چې پولیسو زین الله مسید پر فېسبوک پاڼه د یوې لیکنې په سر ګرفتاره کړی وو.

د ملي جمهوري غورځنګ چارواکي وایي، د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) سرتېرو مسید د اګست پر ۱۱مه په ټانک کې له خپل کوره بیولی وو.

هغه مهال د ضلعي پولیسو مشر وقار احمد مشال راډيو ته ویلي ول چې نوموړی پولیسو نه دی نیولی او ورڅخه خبر نه دي.

هغه زیاته کړې وه چې زین الله مسید ښايي د کومې بلې امنیتي ادارې کسانو بیولی وي. سي ټي ډي هم لا په دې اړه څه نه ول ویلي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG