د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت علي وزير او ايمان مزارۍ د درو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير په پاکستان کې د پي ټي اېم يوې غونډې ته وينا کوي ــ پخوانی انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير په پاکستان کې د پي ټي اېم يوې غونډې ته وينا کوي ــ پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر او د بشري حقونو مبارزې ایمان مزارۍ د درو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلي دي.

د اسلام اباد پولیسو د اګست پر ۲۰مه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، لیکلي ول چې دواړه کسان پولیسو ته "د پلټنو لپاره مطلوب ول او ټوله کاروايي له قانون سره سمه کېږي."

د پاکستان جیو نیوز او ډان ورځپاڼو پر خپلو ووبپاڼو لیکلي چې علي وزیر او ایمان زينب مزارۍ د اګست پر ۲۱مه پر هغوی د جوړې شوې "ترهګرۍ" مقدمې په ترڅ کې عدالت ته حاضر کړل شول.

پر دې مهال علي وزیر وويل چې په اسلام اباد کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې "هېڅ ناسمه خبره" نه ده کړې.

دغه ډول د ایمان مزارۍ وکیل ویلي چې د هغې وينا په ټولنیزو رسنيو پرته ده او په حراست کې د هغې په اچولو سره به څه ترلاسه شي؟

د بشري حقونو فعاله ايمان مزارۍ د اګست پر ر۲۰مه په اسلام اباد کې عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال
د بشري حقونو فعاله ايمان مزارۍ د اګست پر ر۲۰مه په اسلام اباد کې عدالت ته د وړاندې کېدو پر مهال

د نوموړې وکیلانو ویلي چې مزارۍ په جېل کې بېهوښه شوې وه او باید هغوی ته له نوموړې سره د لیدو اجازه ورکړل شي خو د اسلام اباد پولیسو بیا پر اېکس پاڼه ليکلي چې د ایمان مزارۍ په اړه ناسم خبرونه خپرېږي. پوليسو زياته کړې چې ملزمانو ته د حراست پر وخت طبي اسانتياوې ورکول کېږي.

د علي وزير او ايمان مزارۍ ګرفتاريانې

علي وزیر د اګست پر ۱۹مه او ایمان مزارۍ د اګست پر ۲۰مه نیول شوي دي. پولیسو هغه مهال په بیان کې نه ول ویلي چې وزیر او مزارۍ یې په کوم تور نیولي دي خو دواړو د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وې.

تر هغه وروسته څرګنده شوه چې پولیسو پر دواړو د پي ټي اېم په جلسه کې تر وینا وروسته په مقدمو کې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې شاملې کړې دي او پر هغوی یې د بغاوت تورونه هم پورې کړي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډګانو کې لیدل شوي چې علي وزیر او ایمان مزارۍ د تقریر پر مهال د جبري تښتونو لپاره پر پوځي ايسټېبليشمېنټ انتقاد کوي.

د پاکستان پر امنیتي او استخباراتي ادارو په هغه هېواد کې د جبري تښتونو تورونه پورې کېږي خو هغوی دا ډول تورونه په وا وار رد کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو نيول کېدل

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو شمېر مخکښان او پلویان نیول شوي دي.

د پي ټي اېم غړي مصطفا چمتو د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د اګست پر ۲۰مه د غورځنګ مخکښ شاه فیصل غازي له دوو نورو ملګرو محمد فدا او جمال مالیار سره يو ځای ونیو.

هغه وویل "د اسلام اباد جلسې نه د واپسۍ په وخت چې کله دوی د یارک سیمې ته راورسېدل نو په انټرچېنج پولیسو ونیول. موږ د ډي ای خان بېلا بېلو تاڼو ته ولاړو خو هغوی وايي چې صدر تاڼې ته مو ورکړي او صدر پولیس وايي چې له موږ سره نه شته."

مصطفا چمتو زياته کړه چې دا کسان تر اوسه عدالت ته هم نه دې وړاندې کړل شوي.

تر دې وړاندې د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړي عین الله د اګست پر ۱۴مه مشال راډيو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د ټانک ښار تاڼې پولیسو د اګست ۱۳مې پر ماخوستن د غورځنګ یو غړی زوهېب پښتین له خپل کوره نیولی دی.

دی وايي، پښتین د شپې تر ناوخته پورې په هغه تاڼه کې وو خو وروسته بیا د استخباراتي ادارو کارکوونکو له هغه ځایه بیولی دی.

عین الله زیاتوي چې پولیسو ورته رپورټ نه دی ښوولی چې پښتین یې په کوم تور نیولی دی خو د ټانک ښار یا سټي تاڼېدار افتاب عالم د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې نوموړی "پولیسو ته مطلوب" وو نو ځکه یې نیولی دی خو دا یې روښانه نه کړه چې هغه په کوم تور نیول شوی دی.

دا راز د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د پي ټي اېم د چارو همغږي کوونکي اویس ابدال د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۳مه پولیس د غورځنګ دفتر ته ورغلل او له هغه ځایه یې د مرکزي کمېټی غړي ذوالقرنین باچا او حسین اغا ګرفتار کړل. خو د چمن د پولیسو مشر نعیم اڅکزي ویلي چې د غورځنګ یو غړی یې هم نه دی نیولی.

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهاله وزير سرفراز بګټي د اګست پر ۲۱مه په اسلام اباد کې په يو بيان کې ويلي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د امنيتي ادارو په اړه د علي وزير او ايمان مزارۍ په څېر "ژبه" وکاروي.

XS
SM
MD
LG