د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونيو ګوتېرېش: افغانستان کې ښځې په عملي توګه کورني زندانونو کې بنديانې دي


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش - انځور له ارشیفه
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

نوموړي د مارچ پر ۱۳مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړل شوې دي او په عملي توګه په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي.

ګوتېرېش افغانستان ته د خپلې مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او د طالبانو له مشرانو سره د هغوی لیدنو کتنو ته په اشاره وویل چې د دوی دا سفر په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو ژمنتيا ښيي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د منظمو اقداماتو په ترڅ کې لومړی د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بندې کړې او بیا یې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شول چې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو طالبان وايي چې د نجونو د زدکړو او ښځو د کار لپاره به زمینه برابروي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ ویلي ول چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند "د بشريت ضد جنایت" ګڼل کېدای شي.

نوموړي‌ د مارچ پر دویمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کې وویل، "د طالبانو عمدي او سنجول شوې پالیسي دا ده چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې او هغوی له ټولنې څخه حذف کړي."

خو د طالبانو حکومت د نړیوالو تورونه ردوي‌ او وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي خو ښځو ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانیزم کار کوي.

په اسلام اباد کې افغان مېرمنې په خېمو کې ژوند کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:14 0:00
XS
SM
MD
LG