د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري وايي طالبان دې نجونو او ښځو ته ټول حقونه ورکړي


بلاول بوټو زرداري وايي، پاکستان د نړیوالې ټولنې دریځ ملاتړ کوي - پخوانی انځور.
بلاول بوټو زرداري وايي، پاکستان د نړیوالې ټولنې دریځ ملاتړ کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، پاکستان په افغانستان کې هغه څه غواړي چې نړیواله ټولنه یې تمه لري.

بلاول بوټو زرداري له الجزیره ټېلېوېژن سره د جون پر ۱۰مه په خپره شوې مرکه کې ویلي چې د پاکستان دریځ هم له نړیوال موقف سره سم دی او هغه دا چې طالبان دې د تعلیم په ګډون نجونو او ښځو ته د هغوی ټول حقونه ورکړي او د افغانستان خاوره دې د ترهګرۍ لپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي وویل، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل او خبرو ته دوام د یو داسې خوندي او اباد افغانستان جوړولو یوازینۍ لاره ده چې "هم په خپله او هم له ګاونډیانو سره په سوله" کې وي.

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي، د ښځو تعلیم یې کورنۍ مسله ده او دې ته ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل خلاف کارېدو ته نه پرېږدي.

بلاول بوټو زرداري په مرکه کې دا هم وویل چې پاکستان د اوکراین او روسیې ترمینځ د روانې جګړې په اړه بې طرفه دی او له روسیې سره د اړیکو ښه کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG