د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وایي حکومت یې ټولشموله دی


د مولوي عبدالکبیر (په منځ کې) په مشرۍ د طالبانو د چارواکو غونډه ـ پخوانی انځور.
د مولوي عبدالکبیر (په منځ کې) په مشرۍ د طالبانو د چارواکو غونډه ـ پخوانی انځور.

طالب چارواکي وايي، په افغانستان کې یې په سرپرست حکومت کې د ټولو قومونو خلک شته نو ځکه ټولشموله دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست مولوي عبدالکبیر د مې پر ۲۵مه، د کابل په سپېدار ماڼۍ کې غونډې ته وویل، په حکومت کې یې د هر قوم وګړي شته خو زیاته یې کړه چې هغه کسان چې له افغانستانه "تښتېدلي، د منلو نه‌ دي."

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي خو حکومت یې لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ترڅنګ ښځو ته د تعلیم او کار د حقونو غوښتنه کوي. خو طالبانو د ښځو پر تعلیم او کار یولړ محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په کابل کې په هغه غونډه کې د خپل حکومت ننګه وکړه او و یې ویل، د حکومت په رسمیت د نه پېژندو باجود ډېری هېوادونه په افغانستان کې استازي لري.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له طالبانو غوښتني چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د ایرانیو رسنیو د راپورونو له مخې حسین امیر عبداللهیان ویلي، تهران د افغانستان اوسني واکمنان په رسمیت نه پېژني او په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت پر اړتیا ټینګار کوي.

خو له ایران پرته امریکا، اروپايي او نورو هېوادونو هم له طالبانو څخه د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي.

طالبانو تر دې مخکې هم په ۲۰۲۱ز کال کې د سرپرستې کابینې تر اعلان وروسته خپل حکومت ټولشموله بللی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG