د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مکین کې د پوځي برېګیډ مخې ته د خلکو احتجاج پای ته ورسېد


د وزیرستان خلکو د خپلو سوځول شویو ګاډو معاوضه غوښتله: انځور له ارشیفه
د وزیرستان خلکو د خپلو سوځول شویو ګاډو معاوضه غوښتله: انځور له ارشیفه

د بره سویلي وزیرستان اوسېدونکو خپله پینځه ورځنۍ احتجاجي ناسته چې په مکین کې یې د پوځي بریګېډ د ودانۍ مخې ته کوله ختمه کړې ده.

د سروکۍ تحصيل چېرمېن شاه فېصل غازي مشال رېډيو ته وويل چې پرون (د فبرورۍ پر ۱۰مه) ده او ځينو نورو انتظامي چارواکو د مرستيال کمېشنر اشفاق خان په سپارښتنه، په مکين کې له پرلتوالو سره کامياب مذاکرات وکړل. نوموړی وايي حکومت منلې چې د هغو څلورو ګاډو به ۲۴ لکه روپۍ معاوضه ورکوي چې وسلوالو طالبانو سوځلي وو.

د جنوبي وزیرستان د رازین سیمې خلک وايي چې وسلوالو طالبانو یې د فبرورۍ پر پینځمه په لرګیو بار څلور ګاډي سوځولي ول.

خو د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنوبي وزیرستان مشر ابو یاسر مسید د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې هغوی د ځنګلونو او ونو پر وهلو بنديز لګولی دی.

نوموړي زياته کړې وه چې په سيمه کې به هېڅوک د کور له استعماله پرته د لرګیو لپاره نه ونې وهي او نه به یې کاروبار کوي. مسيد منلې وه چې د جنورۍ پر پينځمه يې د لرګيو د کاروباریانو څلور ګاډي سوځولي ول.

بل خوا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین وايي چې په مکین کې يې د ګاډو سوځولو د پیښې مقدمه د "نامعلومه کسانو پر ضد درج" کړې او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG