د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف وايي حکومت پر تحریک انصاف د بندیز لګولو په اړه غور کوي


مظاهرچیانو د مې پر نهمه او ۱۰مه یې په پېښور کې د راډیو پاکستان ودانۍ تر څنګ پر یوشمېر دولتي، پوځي او شخصي ودانیو حملې وکړې - د مې ۱۰مې انځور.
مظاهرچیانو د مې پر نهمه او ۱۰مه یې په پېښور کې د راډیو پاکستان ودانۍ تر څنګ پر یوشمېر دولتي، پوځي او شخصي ودانیو حملې وکړې - د مې ۱۰مې انځور.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي دي چې حکومت یې پر تحریک انصاف ګوند د بندیز پر لګولو غور کوي.

رویټرز خبري اژانس د مې پر ۲۴مه د نوموړي په حواله لیکلي دي چې هغه ګوند د "ریاست پر اساساتو برید کړی دی او داسې کار پخوا هېڅکله نه وو شوی."

اصف دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.

پوليسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د پاکستان حکومت د مې نهمې ته د "تورې ورځې" نوم ورکړی دی او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کېږي.

ایا د تحریک انصاف د کمزورلو عمل پیل شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:44 0:00

خواجه اصف په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پر تحریک انصاف د بندیز پرېکړه لا نه ده شوې خو په اړه یې غور روان دی.

ده د تحریک انصاف پر پلویانو تور پورې کړ چې پر "پوځي تاسیساتو حملې وکړې" او زیاته یې کړه چې هغوی په دې توګه "د دولت (ریاست) پر اساس حمله" وکړه.

پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د اصف د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

په همدې حال کې د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د مې پر ۲۳مه په ضمانت تر خوشې کېدو لږ ساعت وروسته ګرفتار شو.

نوموړي پر هغه وخت له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل، د ګوند د پرېښودو هېڅ اراده نه لري.

پښتانه هنرمندان د پېښور رېډیو پاکستان ودانۍ ته ورغلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

اخوا د مې پر ۲۳مه د تحریک انصاف یوې مخکښه سیاستوالې شیرین مزارۍ د ګوند او عملي سیاست پرېښودو اعلان وکړ. پر هم هغه ورځ د پنجاب د اطلاعاتي چارو پخواني وزیر فیاض الحسن چوهان هم د ګوند پرېښودو اعلان وکړ.

عمران خان د مې پر ۲۳مه په بیان کې لیکلي، "په پاکستان کې مې په زور د ودونو په اړه اورېدلي ول خو د تحریک انصاف لپاره په زور [ورڅخه د سیاستوالانو] د جدا کولو یو نوی کار پیل شوی دی. زه حیران یم چې له دې هېواده د بشري حقونو ادارې چېرې ورکې شوې دي. "

خو چوهان د مې پر ۲۳مه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې له عمران خان سره اختلافات یې د تحریک انصاف پرېښودو مهم علت دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې پر پوځي ودانیو او څلو د بریدونو په تور پر ککړو کسانو د پوځي قانون له مخې مقدمې دایروي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او په دې لړ کې د مې پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ یو قرارداد هم منظور کړ.

د عمران خان دریځ

د تحریک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۲۰مه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې د مې نهمې پېښې د خپل ګوند پرضد "یو منظم سازش" وبللې او دعوه یې وکړه چې اوسمهال پر "عدلیې فشار دی چې تحریک انصاف ته اسانتیا ور نه کړي."

ده د چا نوم وانخیست او زیاته یې کړه چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یې د ګوند ۲۵ بې وسلې پلویان وژل شوي دي.

نوموړي د خپلو دعوو د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

عمران خان زیاته کړه چې په سپریم کورټ کې یې مشر قاضي ته په سپینه ویلي ول چې په سختو ټکو کې د مې نهمې پېښې غندي.

د عمران خان خان پرضد قضیه او عدالتي اقدامات

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته د القادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.

په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG