د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د پاکستان په غوښتنه، امیر خان متقي ته د اسلام اباد د سفر اجازه ورکړه


د ۲۰۲۲ز کال د نومبر مياشتې په دې تصویر کې امیر خان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو مملکت وزیرې حنا رباني کر ته په کابل کې هرکلی وايي.
د ۲۰۲۲ز کال د نومبر مياشتې په دې تصویر کې امیر خان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو مملکت وزیرې حنا رباني کر ته په کابل کې هرکلی وايي.

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو د څار کمېټۍ سلا شوې چې د نرمښت په ښوولو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ له امنيت شورا د يو ليک له لارې غوښتنه کړې وه چې متقي دې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لیدو لپاره د سفر له بندیزه معاف شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد د مې پر دويمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د روانې اوونۍ په پای کې به د امير خان متقي په مشرۍ د طالبانو يو "جامع سياسي او تجارتي پلاوی" د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

نوموړي زياته کړې چې د سفر پر مهال به د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزه سياسي او تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ په اړه هم خبرې وشي.

د حافظ ضيا احمد په وينا متقي به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

د ځينو نورو طالب چارواکو په څير، متقي هم له یوې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا د سفر تر بندیز لاندې دی. خو نوموړی ځيني سفرونه کولی شي او په تېرو وختونو کې هغه قطر او ځينو نورو هېوادونو ته تللی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ تر اوسه د سفري بنديزونو د نرمېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

طالب وسلوالو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه، په زور د افغانستان حکومت ونيو. ملګرو ملتونو پر هغوی د وسلوال فعاليت له وجي بنديزونه لګولي ول. دا بندیزونه سفري‌هم ول چې د طالبانو حکومت تر جوړېدو وروسته یې ځکه دوام وکړ چې طالبانو د نړيوالو پر غوښتنو سربېره هم پر ښځو ځينې لګولې بنديزونه لیرې نه کړل.

طالبانو څو ځلې غوښتنه کړې چې پر دوی دې سفري بندیزونه نرم شي خو ملګرو ملتونو داسې نه دي‌کړي.

د بشري حقونو ادارو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې تر څو طالبانو بشري حقونه تروړل نه وي بس کړي، بندیزونه دې نه ورڅخه ليرې کېږي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) څه موده مخکې د دې بنديزونو د لا زياتولو غوښتنه کړې وه. دې ادارې د دې غوښتنې لپاره دلیل راوړی وو چې طالبانو د خپلې سختدريځې واکمنۍ پر مهال، پر ښځو مخ پټول جبري کړې دي، پر رسنيو یې ځينو محدوديتونه لګولي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي او په نادولتي‌ادارو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو لخوا پاکستان ته د امير خان متقي پر سفر د بندیز پورته کولو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په يو نوي کتاب کې ادعا شوې چې طالبان په چارټر الوتکو کې له پاکستانيو چارواکو سره ملاقاتونه او مشورو لپاره ورتلل.

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو په اړه دا کتاب د امریکا د دفاعي چارو ملي پوهنتون استاد حسن عباس لیکلی. د هغه موندنې ښيي چې امیر خان متقي څو ځله په پاکستان کې د پخواني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي او د هغه تر اجازې وروسته یې هندیو ډېپلوماټانو ته په افغانستان کې د کار اجازه ورکړه.

نوی کتاب: طالبان په چارټر الوتکو کې پاکستان ته د ملاقاتونو لپاره تلل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:14 0:00

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د حسن عباس ادعاوې رد کړي او هغه يې يو "استخباراتي مامور" بللی دی.

نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه پر خپله ټويټر پاڼه په پښتو، انګليسي، دري او عربي ژبو په خپرو شويو اعلاميو کې ويلي چې د کتاب ليکوال د هغوی پر مشرانو "بې اساسه او له واقيعتونو ليرې" تورونه پورې کړې دي.

XS
SM
MD
LG