د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د م.م امنیت شورا د لنډې مودې لپاره پر ځېنو مشرانو بندیزونه لرې کړي


طالبان په مارچ کې په دوحې له امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو پر مهال
طالبان په مارچ کې په دوحې له امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو پر مهال

اسلام اباد - افغان طالبانو دعوه کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې په عارضي ډول د ځېنو مشرانو نومونه د بندیزونو له تور لېسټه ایستلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډیو او افغان اسلامي اژانس ته تایید کړې ده چې د امنیت شورا په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ډلې ته ویلي دي چې نومونه یې له لېسټه ایستل شوي.

نوموړي نور تفصیل نه دی ورکړی خو طالبانو ته نېږدې سرچینو افغان اسلامي اژانس ته ویلي دي چې د امنیت شورا دا "اقدام له پېنځو دایمي غړو سره تر مشورو وروسته کړی."

طالب سرچینو ویلي چې په لومړي سر کې بندیزونه یوازې "د نهو میاشتو لپاره لرې شوي" خو په وینا یې ښايي "موده یې وغځول شي."

امنیت شورا او دایمي غړو یې د طالبانو دې دعوو په اړه رسماً څه نه دي ویلي او په خپلواکه توګه یې هم تصدیق نه دی شوی.

افغان حکومت هم پر دې موضوع تبصره نه ده کړې.

دا خبر پر داسې مهال خپور شوی چې ټاکل شوې روانه میاشت طالب مشران په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو شپږم پړاو پیل کړي.

د طالبانو د سیاسي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون، د ۱۴ کسیزه مذاکراتي ډلې اکثر غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفري او مالي بندیزونو په لېسټ کې دي.

په مذاکراتي ډله کې شېر محمد عباس ستانکزی، ملا امیر خان متقي، ملا فاضل مظلوم، ملا خیر الله خیرخواه، ملا نورالله نور او نور طالب مشران شامل دي.

د همدې بندیزونو له کبله په فبرورۍ کې طالبانو په پاکستان کې له وزیراعظم عمران خان سره پلان شوې غونډه لغوه کړه.

افغان حکومت هم پاکستان ته د طالب مشرانو د ورتګ پر پلان احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې دا اقدام هغوی ته د "مشروعیت" ورکولو معنا لري.

XS
SM
MD
LG