د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو پر دوو چارواکو سفري بنديز ولګاوه


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت وزیر ملا عبدالباقي حقاني
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت وزیر ملا عبدالباقي حقاني

ملګرو ملتونو پرون د افغان نجونو د زده‌کړو د مخنيوي له امله، پر دوو طالب چارواکو سفري بندیز ولګاوه.

فرانس پرېس خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د يوشمېر سفارتکارانو له قوله ليکلي چې د دې سازمان د بندېزونو کمېټۍ د جون پر ۲۰مه په خپله غونډه کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت پر سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت پر مرستیال سید احمد شهیدخېل بندیزونه لګولي دي. د دې بنديز وجه د افغان نجونو د زده‌کړو پر وړاندې سختدریځه عمل کول دي.

ملګرو ملتونو دوه مياشتې وړاندې د طالبانو حکومت پر ۱۵ چارواکو د سفري بندېزونو معافیت اعلان کړی وو خو په دغو کې د حقاني او شهيدخېل پرته د پاتې ۱۳ معافيت له دوو تر دريو مياشتو وغځول شو.

فرانس پرېس اژانس زياتوي چې د ملګرو ملتونو د بندېزونو په کمېټه کې یو شمېر هېوادونو د ښځو د حقونو د سرغړونې له امله غوښتنه کوله چې د ټولو طالب چارواکو پر سفرونو دې بندېز ولګول شي، خو یو شمېر نور بیا د دې کار پلوي نه ‌ول.

نړیواله ټولنه د طالبانو لخوا په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د سختو محدودیتونو لګولو او تر خوا یې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندولو غصه کړې ده.

درې کاله وړاندې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې پر مهال د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د طالبانو پر سفر بندیز په نسبي توګه لرې شو. خو په ټوله کې لا هم ۴۱ طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌ بندیزونو سره مخ دي چې له دې یو یې د دوی په سفرونو بندیز دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مسووله هېدر بار وايي، دا پرېکړه له هېڅ غوره، خو نا هیلي کوونکې بولي. هغه ازادي راډيو ته وویل: "د امنیت شورا لخوا پر هغو دوو چارواکو د سفر بیا بندیز چې په مستقیم ډول د پوهنې په برخه کې ښکېل دي او ښوونځیو ته یې د نجونو د تګ مخه نیولې او د سفر له بندیزه د نورو ۱۳ کسانو معاف کول، یوه سمبولیکه او ناهیلې کوونکې پرېکړه ده، خو له هیڅ ښه ده. امنیت شورا ته په کار وه چې د ښځو او نجونو پر حقونو اوسني تېري ته یې پام کړی وای او داسې لارې چارې یې لټولې وای چې پر بنسټ یی امنیت شورا د سفر بندیز په ګډون له نورو لارو چارو هم استفاده وکړي او د ښځو پر حقونو د دې تېریو پر وړاندې مخالفت وښیي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې منتخب او جمهوري حکومت چپه او پر ځای یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه. دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو بندیز ولګاوه او مخ پټول یې جبري کړ.

XS
SM
MD
LG