د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا مزدوران د غریبۍ له بوج، له کمې تنخا او بې روزګارۍ شکايت کوي


په پېښور کې يو مزدور د لرګي د وړلو هڅه کوي - انځور له ارشيفه
په پېښور کې يو مزدور د لرګي د وړلو هڅه کوي - انځور له ارشيفه

په خيبر پښتونخوا کې مزدورانو د احتجاجونو له لارې د میاشتنې تنخا د پوره ورکولو، روزګار زیاتولو او اقتصاد بهترولو غوښتنې کړې دي.

د مې مياشتې لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د مزدورانو د ورځې په توګه لمانځل کيږي. په پېښور کې په دې مناسبت لاريون شوی وو. احتجاج کوونکو مزدورانو له حکومته وغوښتل چې د پوره میاشتنۍ تنخا ورکول دې يقيني، روګارونه دي ډير او غریبی دې ختمه کړي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۲ - ۲۰۲۳ کال په بجټ کې د يو مزدور مياشتنۍ تنخا کم تر کمه، ۲۵۰۰۰ روپۍ ټاکل شوې وه. خو مزدوران وايي‌ هېڅوک پر دې عمل نه کوي او حکومت یې هم د څارنې نظام نه لري.

نه کار شته نه روزګار. امنيت هم خراب دی. چې کاڼی راځي زموږ پر سر راپريوځي. چې دا ولې؟
د چارسدې يو مزدور

د پېښور په مظاهره کې شاملې مزدورې، تاج مينې مشال راډيو ته وويل چې نن یې هم رخصت نشته. "د ښځو مزدورانو حالت ډير خراب دی. په ځانګړې ډول د هغو ښځو چې ميړه یې معذوره وي او د ګټې وټې یې نور څوک نه وي. بیا چې د مزدورۍ پوره پیسې هم نه ملاويږي نو ژوند لا ډير سخت شي. ځينو ښځينه مزدورانو ته د ۲ مياشتو د کار يوازې ۳۰۰۰ روپۍ ورکول کيږي. نن سبا خو په ۳۰۰۰ يوه ورځ هم نه تيريږي. نور نو پخپله سوچ وکړئ چې زموږ به څه حال وي؟"

لاريون ته د مزدورانو حقونو لپاره کار کوونکو ويناوې وکړي. د لاريون مشر، امداد علي د خبرو په وخت وويل چې په دفترونو او کارخانو کې د مزدورانو حقونه نه ورکول کيږي،‌ د هغوی کار زیات او تنخاګانې کمې دي. "يو ملګري راته ټيليفون وکړ. ويل یې چې په يو پرايوېټ سکول کې استاد دی او میاشتنۍ تنخا یې يوازې ۶۰۰۰ روپۍ ده. مطلب دا چې تنخاګانې کمې او ګراني ډيره ده. دلته چې څومره لویې یا وړې کارخانې دي او يا هم نور ځایونه، د کار کوونکو کسانو يا مزدور رجسټريشن نه لري."

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مزدور د ورځې په مناسبت پر ټويټر ليکلي‌چې خواريکښ ستايي خو حقیقت دا دی چې د مزدورانو مشکلات په نړيواله کچه يو لوی چيلنج دی. شريف دا نه دي‌ ويلي چې حکومت یې په پاکستان د مزدورانو د ژوند بهترولو لپاره څه کوي.

۷۰ کلن مزدور، شاييمند چې د چارسدې او مردان په شوګر ميلونو کې یې کار کړی، وايي چې په خیبر پښتونخوا کې په ځانګړې ډول د مزدورانو حال د ژړا وړ دی. هغه مشال راډيو سره په خبرو کې د خپل يو مزدور ملګري د خراب اقتصادي حالت کیسه وکړه: "ډير افسوس سره وايم او ژړا راځي چې زموږ يو ملګري په مردان کې د لوڼو د ودونو لپاره ګُرده خرڅه کړه. په ټوله صوبه کې بد حال دی. موږ دلته امنيت هم نه لرو، روزګار هم نه لرو. کاڼي راځي او زموږ پر سر راپريوځي چې دا ولې؟"

مشال راډيو په خیبر پښتونخوا کې د مزدورانو غوښتنې صوبايي‌چارواکو سره شريکول غوښتلې خو هغوی په دې اړه خبرو ته زړه ښه نه کړ. د صوبې د مزدورانو د چارو د څانګې مشر عرفان الله وويل چې هغه مصروف دی او خبرې نه شي کولی.

خو د خیبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار ملک مهر علي پر فیسبوک يوه خپره کړې ويډيو کې ژمنه کړې چې د مزدورانو ټولې ستونزې به حلوي. هغه زیاته کړې چې د مزدورانو کوم حقونه تروړل کيږي د هغوی پوښتنې به کوي او کوښښ به کوي چې مزدورانو ته په وخت پوره تنخاوې ورسيږي.

XS
SM
MD
LG