د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ډاکترانو د پاتې تنخاګانو لپاره احتجاج کړی


د خوست احتجاج کوونکي ډاکټران - د مې ۳۰مې انځور.
د خوست احتجاج کوونکي ډاکټران - د مې ۳۰مې انځور.

د افغانستان په خوست ولايت کې لسګونه ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي وايي، د روغتیا د ادارې او پرمختیا موسسې (او اېچ پي اېم) ورته د درو کلونو ۲۰ فیصده امتیازات او د درو میاشتو معاشونه نه دي ورکړي.

دوی د مې پر ۳۰مه نېټه په خوست کې احتجاج وکړ او خبرداری یې ورکړ چې که حق يې ورنه کړل شي، نو د یادې موسسې د ولایتي دفتر دروازه به وتړي. د احتجاج کوونکو په خبره پر او اېچ پي اېم باندې، چې مخکې يې په خوست کې د حکومت له خوا د ټول وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو قرارداد کړی وو، د شاوخوا ۴۵۰ کارکوونکو ۲۰ فیصده امتیازات او د درو میاشتو تنخاوې پاتې دي.

په احتجاج کوونکو کې شامل ډاکټر صدیق الله منیب مشال راډيو ته وویل، تر وزارته يې خپلې غوښتنې رسولي دي خو چا یې د پوره کولو ډاد نه دی ورکړی. "درې کاله کېږي چې له خوست او اېچ پي اېم پروژې سره زموږ ۲۰ فیصده امتیازات او د درو میاشتو معاش بند دی. موږ وزارت ته، ولایت ته، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو ته بار، بار حاضر شوي یو، شکایتونه مو وړاندې کړي دي، خو غوږ يې نه دی نیولی. موږ مجبور شو چې په خوست کې يې دفتر وتړو تر څو موږ ته خپله مزدوري راکړي. "

په احتجاج کوونکو کې له ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو برسېره لسګونه مزدوران هم شامل دي. د ولایتي روغتون د مزدورانو مشر شېر خان مشال راډيو ته وويل چې دوی په دې لږو پیسو خپل کورني خرڅونه پوره کوي، نو دوی به تر هغه خپل اعتراضونه روان وساتي، چې مسوولان يې غوښتنو ته رسیدنه وکړي.

د تڼیو ولسوالۍ د حصارک کلینیک مشر ډاکټر تاور خان وايي، مسوولینو ورسره مخکې ژمنه کړې وه، که په نورو ولایتونو کې روغتیايي کارکوونکو ته پاتې پیسې ورکړل شي، نو دوی ته به يې هم ورکوي. د ده په وینا نورو ولایتونو کې دا حسابونه خلاص شوي او خوست کې تر اوسه پاتې دي: "دوی موږ سره مخکې ژمنه کړې وه، که چیرې په نورو ولایتونو کې ډاکټرانو ته معاشونه ورکړل شول، تاسو ته به يې هم درکوو، اوس چې موږ کوم مالومات لرو، د دې موسسې مربوط په لغمان، کونړ او نورو ولایتونو کې فیصدۍ اجرا شوي دي، خو دوی موږ ته په خوست کې نه راکوي. "

بلخوا په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي يو پلاوی یې ګمارلی چې دا مسله حل کړي. د خوست د روغتيايي چارو مشر، ډاکټر فضل کریم مندوزي د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې څېړنې به يې څو ورځې وخت ونیسي، "د او اېچ پي اېم د کلینکونو له مسوولانو سره چې کوم مشکل راغلی، کارکوونکي نه دي ملامت. په حقیقت کې يې کار کړی دی خو دا حقوق باید لږ په اصولو وغوښتل شي. موږ دې لپاره څو ورځې مخکې یو با صلاحیته پلاوی ټاکلی دی، پوښتنې روانې دي، پروسه څو ورځې وخت نیسي، انشاالله موږ به داسې فیصله کوو چې حق حقدار ته ورسیږي. "

په خوست کې د او اېچ پي اېم د ولایتي دفتر يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دې ولایت ته د یادې موسسې له خوا له قرارداد څخه ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ زیاتې ورکړل شوي، خو مخکیني چارواکي نه دې توانېدلي چې حسابونه پاک کړي.

XS
SM
MD
LG